طالبان : د لغمان د نورلام دره ونیول سوه
طالبان په خپل تازه خبر کی وایی چی تیره شپه یې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د نورلام صاحب دره او د پړاوی سیمه ټوله ونیوله . خبر زیاتوی چی طالبانو په دې سیمه کی پر داخلی او خارجی پوستو سختی او پرله پسې حملې وکړې څو چی سهار هغوی ټول وتښتېدل او دا سیمه د طالبانو په کنټرول کی راغله او نن سهار د سیمی د خلکو او مشرانو په ګډون د یوې غونډی په ترڅ کی هلته د طالبانو سپین بیرغونه ورپول سول .
طالبان زیاتوی چی نن یې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالي د ابجوش په سیمه کی یو امریکایی ټانک په ماین والوزاوه چی له امله یې درې امریکایان ووژل سول او دوه نور ټپیان سول .