افغانستان او پاكستان د اورګاډي د پټلۍ په غزولو موافقه وكړه

56 | جولای 8th, 2010


افغانستان او پاکستان د پیښور جلال اباد او د کوټې کندهار ترمنځ د اورګاډي د پټليو په غزولو موافقه وكړي.
دا موافقه، چې ټآکل سوې، د روانې میاشتې پر شپاړسمه نیټه د دواړو هیوادونو تر منځ په رسمي توګه لاسلیک سي، اسلام اباد ته د افغانستان د مالیې د وزیر د سفر په مهال سوې.

د دواړو هیوادونو چارواکو ويلي چې د اورګاډي ددې پټلۍ د غزولو کار به په راتلونکې کال کي پیل سي.

د افغانستان د مالیې وزیر ډاكټرعمر زاخیلوال په دې سفر کي له خپل پاکستاني سیال حفیظ شیخ سره د نشه يي توكو د قاچاق د مخنیوي او همداراز د هند لخوا افغانستان ته د سوداګریزو موادو د لیږدولو لپاره د پاکستان د ختیځې پولې د کارولو په اړه هم خبرې کړي، خوپه دې برخه كې لا تراوسه کومه پرېكړه نه ده سوې.

Copyright Larawbar 2007-2024