د امريكا د كانګرس راغلي پلاوي، د مرستو د دوام ژمنه وكړه

56 | جولای 8th, 2010


د امريكا د متحدوايالاتو د كانګرس يو پلاوى، چي له افغان چارواكو سره د ليدنې لپاره كابل ته راغلى، د افغانستان د ثبات او ادارى فساد د مخنيوي لپاره يې، له افغان چارواكو سره يو ځل بيا د خپلو مرستو ددوام ژمنه وكړه.

د افغا نستان د جمهوري رياست مطبوعاتى دفتر وايي ددې پلاوي مشري د امريكا د كانګرس غړى ” راشيا پورتير “ په غاړه لري.

پلاوي تېره ورځ له ولسمشر كرزي سره وليدل او د دواړو هيوادونو تر منځ يې پر ښو اړيكو، بيارغونې او د اداري فساد په وركولو خبرى كړي دي.

څو ورځي مخكي د امريكا د سنا دغړي جان مكن په مشري يو بل پلاوى هم افغانستان ته راغلى او پر بيلابيلو مسايلو يې له افغان چارواكوسره خبرې وكړې.

Copyright Larawbar 2007-2024