طالبانو نن دوه بهرني پوځیان ووژل
امریکایی خبری شبکه ( وی . سی . سټار ) د اسوشیټید پریس په حواله خبر ورکوی چی طالبانو نن د جلا جلا حملو په ترڅ کی دوه بهرني پوځیان ووژل . لومړنی چی امریکایی عسکر و ، د هېواد په ختیځ کی د مخامخ جګړې په ترڅ کی ووژل سو . دوهم چی هویت یې نه دی ښودل سوﺉ ، په جنوب کی ماین والوزاوه .
طالبانو د خپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی د جولای په روانو ۸ ورځو کی ۱۶ بهرني پوځیان وژلي چی ۱۱ یې امریکایان دي .