کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / محترمو وکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړۍ 2

محترمو وکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړۍ 2

د لومړۍ برخي په ادامه


۵ / دروسانوسره په جگړه کښي دپاکستاني جنرالانو دظیاالحق نه تر پرويزمشرف پوری ،دهغوي دڅارگرۍ ادارو،ايراني اخوندانو،عربي شيخانودادومره پيسې يوازي ددې لپاره درکولې چې دروسانوپر ضدو جنگېږۍ؟ اوکه دآمريکا اواروپايي هيوادومشرتابه غوښتل دسړې جگړې په زورازموينه کښې په افغانانو روسان گونډه کړي اودافغانانودسرپه قيمت دروسانوسره خپله دښمني ترسره کړی .،لکه چې همدا اوس بيا ايراني اخوندان اودهغوي وهرنی ملاتړي غواړي په افغانانويوځل بيا داسلام پر نامه باندي دسياسي  سوداگری  نه په استفادې سره بياهم امريکايان په افغانانوله سيمې نه وتلوته اړباسي ،ترڅودوي وکولاي شي دپاکستان اونوروذعلاقه هيوادوسره په تفاهم کښي په افغانستان کې بنسټپال اوخپل لاس پوڅۍ واک ته ورسوی اوداسي رژيم پر افغانانو وتپی کوم چې ددوي په گټه وی .


له دېنه سترگې پټول چې دخارجی څارگروپه لمسون او هڅونه تاسوهرڅه سرته رسول دمنلووړخبره ند ه .


په افغانستان کې خوبه دوي(شوروي پلوه ) ديوه هيوادتر نفوذاوتاثير لاندي وه ،مگر داښاغلي چې اوس يتيمان ،کونډی اومعيوبين دقانوني حق څخه بې برخي بولي هغوي خو دلسگونوبهرنيانو نوکروه کوم چې غوښتل ئې پدوي دا وطن وران اوپه کنډوالوبدل کړي . که دکفر مسله مطرح وي؟ نو له روس څخه نېولې  بيا دانورټول لکه اروپايي هيوادونه ،آمريکا يو هم مسلمانان ندی ،اونه ېې ولسمشران مسلمامانان وهدهغوي دمو ولې منل اوپه مقابل کې ئې چوپ واست ؟


غواړم يوځل بيادغوښاغلوته درونالد رېگن داخبره ورپيادکړم کله چې ېې دتنظيمي مشرانوسره په واشنگتن کښي لېدل په خپلو خبروکښي په ډانگ پېلې وويل ((. . . زه خپل اهداف لرم . . .  اوداامريکايي ډالردئ چې دې جگړې ته ئې دجهادنوم ورکړئ ،دازه يم چې داجگړه مي دجهادپه نامه نومولې ده ،کنه نودفلسطين اونوروسيمو جگړو ته ولی څوک هجاد نه وايي؟))که داسي نه ده همدا اوس په ډيرو اروپايي هيوادواو امريکاکښي دمسلمانانو شمير لږدی اودژوند کچه ېې ټيټه ده کله کله له ازار او اذيت سره مخامخ کېږي ولې دغو هيوادوته نه ځۍ اوهلته دمسلمانانوپه دفاع کې جهاد نه کوئ ؟؟؟ ولي موفلسطين هيردی ؟او ولې مودپخوانی روسېې له يوشمير وړو خودمختاره سيموخلک چې کله ناکله دروسانوڅخه دخپلواکۍ ږغ پورته کوي هير کړي دی ؟؟؟په نړۍ کې ډيرداسي  ځايونه شته چې تاسو اوستاسوپلويان هلته ولاړسۍ اوجهاد وکړۍ ،خووکيل صاحب حقيقت دادی ترڅوچې داډالراوبې شماره نعمتونه وي داکاربه په ژوند ونکړۍ .


۶ /همدااوس چې په افغانستان کښې دابې گناه انسانان دپردودبم اوريوپه پايلوکښي ژوند دلاسه ورکوی داښاغلي هغوي په کوم نوم يادوي ؟بل طرف ته طالبان گلبدين حکمتيار اونورددولت مخالفين ځانونه مجاهد بولي اوهغه کسان چې له دولت سره دي اوياپه دولت کښي کارکوي هغوي ته دکفر نوکران اومړې ېې مرتد اومردار بولې  ،ددې نظر په هکله دا وکلي صاحب څه وايي ؟


دکاپيسا دولايت څخه وکيل شوئ حاجي فريداوپلويان ئې ددغه فتواپه مقابل کښي کوم جواب لري ؟؟؟


ځانته مجاهدوايي  اوکه هغوي ته ؟


اوکه دوکيل صاحب په ډول کسان رښتياهم په افغانستان کې کافران نشي منلاي نوزه ورته ووايم چې : ښاغلو همدا اوس په افغانستان کښي دهرې مسلې په هکله پرېکړنده خبره بهرنيان کوي ،هغوي مسلمانان ندي ،اونه هم داسلام مدافعين . داهم بايد درته ووايم چي همداستاسو تنخواهم دوي درکوي ،تاسوددولت بودجه معلومه ده حې له کومه کېږی ؟داپیسې چې تاسوپرې چړچې کوۍ داددغوهيوادودخلکو دوجود خوله ده یاماليه ده چې دسرمايداري نظام ساتونکی حاکمان یې تاسوته درکوی .ددئ جواب به په آخيرت کښې څنگه واياست؟


پدې هکله موفکر کړی دی ؟؟؟نه هيڅکله ،ځکه پدې کښي مو تاوان دی .


ولې اوس غروته نه خېژۍ اوجهادنه کوی ؟ولې دانور رابولۍ چي راشۍ سوله ييز ژوند پيل کړی خپل وطن مه ورانوۍ .


اياهغه وخت داوطن ،ښوونځۍ ،روغتون ،ښارونه اوکلې تادپردوپه هدايت په راکټونه ویشتل ؟؟؟


هغه چې دغرب په لمسون ئې داوطن وران کړ،هغه چې په زرهاووبې گناه انسانان ئې له ژوند نه محروم کړه،هغه چې دشمال په دښتوکښی ئې په زرهاوبېگناه انسانان دطالب په نامه په کانتېنروکې له ژوندنه محروم کړه ،هغه چې دعدرت پرسر ئې دکابل ښکلی ښارپه کنډوالو ندل کړ، دهغوي دعفې لپاره خو همدغوتاسو دپارلمان له صلاحیت نه دنارواگټه واخيسته اودځان اوهغوي دعفي فرمان مو په ښاغلي کرزی لاسليک کړ.


دغه نارواحرکت ته مو داسلامي اخوت اوپه هيوادکښي دملي تفاهم راوستون نوم ورکړ.اوس چې ديوه غريب اومجبورانسان سره دولت بېله دېنه چي داحتیاج اومرستی غوښتونکي داړتیا لامل څه دی بايد مرسته ورسره وکړي ،اوس دا خداي ناترسه اودپرديوپه پيسومست ښاغلي هغوي پدې نامه ددولت له مرستونه بې برخې کوي چې گويادوي اوياددوي مړه شوی کسان دکومونيستي رژيم پلويان وه . متاسفانه دوي دومره دسياسی سوادنه محروم دی او پدې نه پوهېږې چې يودولت دخپل ملت په مقابل کښې بلا استثنا مکلفيت لري ،اودهر نيازمندسره بايد مرسته وکړي  .


زه اصلاددغې ترمينالوژی داستعمال سره مخالف يم .چي دافغانستان دخلق دموکراتيک گونددکمونست گوند په نامه څوک يادوی اوله دې نوم څخه په استفادې سره ددې گوندپرغړوداټاپه لگوی چې گويادوي خداي مکړه له اسلام نه اوښتی وه .داځکه ددې گوند ټول غړی په مسلمانه کورنۍ کښي دنياته راغلي ،ټولوپه جومات کې تر يوي اندازې اسلامي تعليمات کړي ،دوی ټولوکليمه ويل،او وايي ،په کلی اوښاروکښې په ټولومذهبی اودودیزوعنعنوکښي ترهيچاشاته ندي پاته شوی . داختر،جمعې اونورولمونځونو کښې لېدل کېدل ،مړۍ ئي سپوته نه دۍ غورځولی تر هرچائې په زياتو درنومذهبی مراسيمو خاوروته سپارل ،په ختم اوجنازه کښې ئې برخه اخيسته .ديوې سياسي عقيدې له مخې ېې دخپل مرام پر بنيادئې غوښته دا وطن جوړ کړې . خودولتي واک ته پداسي شرايطو کې ورسېدل چې دروسيې ،اروپايي نړۍ اوآمريکاترمنځ دسیمه ییزوگټوپر سر کشالې اوسيالۍ دخپل اوج ورستيومرحلوته رسېدلي وې ،ځکه دوي ددغه سیالې قرباني اودخپلومرامي پروگرامو دپلې کېدوپه لاره کي خنډونه راپيداکېدل . زه دټول گوند مدافع نه يم خوحقيقت ته بايد په رڼو سترگووکتل شي اوپه شنوا غوږو واورېدل شي . ددې مسلې دقيق څېړل اوپر هغه بحث ډیر وخت ته اړتيا لري . يوازي غواړم يوټکۍ په گوته کړم تاسو قضاوت ورباندی وکړئ .که دوي کمونستان اودروسيې داستاسوپه اصطلاح حلقه به گوشه غلامان واي نوېې بياولې په څنگ کښي درباني ،احمدشاه مسعود،قاناني،فهيم او دايران له لاري دخليلي ،محقيق اونورو سره اړېکي ونيولې ؟؟؟؟او ولې ئې مرحوم نجيب الله او دخلق دموکراتيک گوند تر ښاغلی احمدشاه مسعود،رباني ،مجدددي اوگلبدين قربان کړ؟؟؟اودامريکاسره ېې ومنل چې ديوې توطيې په درشل کښې داپه پاکستان او ايران کې ميشت اوجوړشوی تنظيمونه واک ته ورسوی ؟؟؟


کله چې امريکايانوغوښتل دشوروي پر ضد افغانان راوپاروی نو ورته وئې ويل دا کمونستان دي دابې خبره کسان تر اوسه همدا پردۍ ډول چې هغه هم اوس نه تنهاداچې زوړشوی بلکه سورۍ شوئ دی ډنگوی .


زه پدې باوريم چې دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند پسله هغه چي سياسي واک ترلاسه کړ ديولړعينی دلايلوله مخی پخپلو کړنوکښې  اشتباهات  وکړه ،بېگناه انسانان به ئي وژلې وه ،خیانت به ئې کړۍ وي ،خود اسنادهم راسره شته چې ددغوکړونوسره هم دگوند ټول غړی موافق نه وه . دارښتياده چې ددې گونددپرچم ډلي مشر ببرک کارمل دروسانوپرټانگ سپورکابل ته راننوت اوتربل هروخت ئې دشوروي سره ددوستی ډبره پرټټر ټکول ،ويل به ئې يوچاته هغه وخت خپل وطن گران دی چې شوروی ورته گران وي . خوددې سره په څنگ کښې دهمدې گوند یولوی اکثريت دببرک کارمل اودهغه دپلو يانوددې ډول سياست سره موافق نه وه ،ټولوهيواد والوته دااختلاف لمر غوندي روښانه دی . دغه اختلاف اومبارزه ددې لامل شوه چې شوروي مشرتابه دافغاني چارواکوسره دملی پخلايني سياست پلي کول ومنل ،دولتي اوگوندي واک له ببرک کارمل نه نجيب الله ته انتقال وموند. ځکه همدا دشورويانويرغل وچې دافغانستان دښمنانوتبرته ئې لاستۍ پيدا کړ،له يوې خوازموږ غيرتی ولس ته وويل شوه شوروی راغلئ اوستا وطن ئې نيولۍ اوبلې خواته ئې تردغه شعارلاندي آمريکا دپخواني شوروی سره  دسړې جگړې په دوام کښې خپله دښمنی ترسره کړه.


بلې پر افغانانو خپل هيوادگران دی هغوي پخپل ټاټوبی کښې پردی پوځی ځواک نشي منلاي دوي ته بله لارنه له وطنه ئې پښی وايستلې اوهلته په پاکستان اوايران کې داسلام اومذهب پر سرسياسی سوداگرووخت غنيمت وشمېره اود هغوي په روزنه اووسلوسمبالېدوئې دروسانوسره دجگړې ترنامه لاندي رالېږل دواړو خواوته افغانان له منځه تلل او ددوي وطن ورانېده،خوگټی پرديوته رسېدلې .


له بده مرغه زموږپه هيوادکې دارواج دی ،هر څوک چې دولتي واک ولري بېله کوم دليل اوثبوت نه پر بل طرف رنگا رنگ ټاپې وهی .لکه همدا اوس ددولت ټول مخالفنين په دولت کې شامل اويادهغه پلويان دوطن دښمنان اومرگ ئي روابولي اوخپلوکسانوته طبعی ده چې وايي تاسو جهادکوی ،که ددولت طرفدارمړه کړئ تاسو غاز يان اوهغوي مردار شوی دي که تاسو مړه شی ،تاسو شهيدان اوراسأ جنت ته ځۍ . اوبل پلوته ددولت اوبهرنيا نو پلويان ورته تبليغ کوي .


اوس تاسو قضاوت وکړئ !


په يوسياسی نالوستی پارلمان کښي چي لوی اکثريت پکښي دتنظيمواوجنگی ډلواستازي دی دداسي بې مسوليته څرگندونوپه مقابل کښې څرنگه يوانسان چوپ پاته شی؟؟؟ ځکه پدې کښي چې داوکيل صاحب ورته مرتد وايي زموږ خپلوان دوستان اودلاري ملگری شته ،هغوي اوس نشته پرموږ حق لری دهغوي له انساني کرامت نه دفاع وکړو.


غواړم دغووکيل صاحبانوته داپه گوته کړم چې دپارلمان دانده داده چې دنووقوانينودتصويب اودهغوي په هکله دجوړونکوبحثونوترڅنگ دملي پخلاينې لپاره کاروکړي،بې اتفاقې او اختلاف ته لمن وهل به دهيواد يوه وړه ستونزه هم حل نکړي . تاسودنده لری ترڅوپه هيوادکښي دټولوهغوکسانوسره ددولتي ارگانوله لاري دمرستي امکانات برابر کړی کوم چې مرستی اولاس نيوی ته اړتيالري . که تاسوته په رښتياخلکورايه درکړې ده نودهغوخپلوانوچې تاسوورته ملحدواياست ،اياتاسوته رايه نده درکړې اوهغۀ وخت تاسوددوي رايه نده منلې ؟دابايد هېره نشي چې همدا اوس زموږپه هيوادکښي ((نږدې اوه ميليونه )) وگړی خوراکی مواد نلري ،زه دسرپناه،درملو،پاکواوبو،تعليم ،تحصيل اوياکارخبره نه کوم سره لدې چې داهم ددوی ملي اوقانونی حق دی .


راشی يوځل سر گريوان ته کښته کړۍ دااوسنی ناخوالي له منځه يوسۍترڅوهيوادوال دارامۍ ساوباسی . يا همدا اوس لږ خيانتونه ترسره کېږې ؟ زه پدې باوريم همدا اوس هغه څه کېږې چې هغه ورته هيڅ نه معلومېږي .


همدا لحظه په هغه هيوادکښي چې په دوړولاسوکي ئې قرانکريم نيولۍ(ايران) ددې لپاره چې دامريکايانواو اروپا يانوسره داټمی پروگرام پرسر راپيدا شوې  دښمني يوځل بياپه افغانانوترسره کړی دافغانانوسره داسلامی ورورگلوی قسمونه خوري،وايي موږترهرچادافغانستان دبيکاجوړونې سره علاقه لرو،خودا ښکرور درواغ دی ،پدې هيوادکې داوسېدونکو افغانانوستونځوته غوږ شی اوله هغوي سره ديوافغان په توگه مرسته وکړی . دبهرنيوهيوادوپه زندانوکښې په کلونوتر(( ۲۰۰۰)) زره زيات افغانان بې سرنوشته ناست دی دهغوي غم وخورۍ ،په پاکستان کې هره ورځ په افغانانوملنډي وهې ډير ېې همداپاکستاني چارواکي په افغانستان کې جگړې ته مجبوروی،دهغوي دحق نه دفاع وکړی اودهغوي سره دگډی ژبې دپیداکېدولاري چاري ولټوی .


په ايران کې اوسېدونکي افغانانوږغ ته غوږ شۍ هغوي وايي :


ما مهاجرين افغاني مقيم ايران از مردم جهان و سازمان ملل و سازمانهاي بين المللي حقوق بشر و خبرگزاري ها و رسانه هاي جهان استمداد مي كنيم ومي خواهيم كه به فرياد مهاجرين افغاني مقيم ايران كه هر روز يكي از آنها در زير مشت و لگد پليس ايران جان مي دهند برسند و اخبار و فرياد مظلوميت آنهارا به گوش مردم جهان برسانند و دولت ايران بخاطر زير پا گذاشتن كرامت انساني و رفتار ضد انساني با مهاجرين افغاني ، در عرصه بين المللي مورد باز خواست و محاكمه قرار گيرد .


      دو كلمه حرف حساب با حامد و محمود    


آقاي حامد كرزي رياست جمهوري اسلامي افغانستان !! ما مهاجرين افغاني مقيم ايران از شما مي خواهيم كه زمينه بازگشت ما را به عنوان يك رئيس دولت هرچه زودتر فراهم كنيد و مارا از اين جهنم و ظلم و ستم نجات دهيد كه ما بيش از اين حتي يك لحظه حاضر نيستيم در ايران بمانيم.


آقاي محمود احمدي نژاد رياست جمهوري اسلامي ايران !! ما مهاجرين به هيج وجه اصرار بر ماندن در كشور شما را نداريم و شما نيز مي توانيد مانند ساير كشور هاي اروپايي و … مهاجرين را از كشور خود اخراج كنيد اما از شما انتظار داريم حد اقل مانند يك انسان رفتار كنيد  همان چيزي كه هميشه از آن خودتان دم مي زنيد و شعار مي دهيد اما در عمل از آمريكا و اسرائيل هم كم مي آوريد ما از شما انتظار نداريم كه بر ما به عنوان يك   مسلمان بنگريد و ما هم تاكنون اگر ديدگاه يك دولت مسلمان شيعي را به شما داشتيم پس از اين شما و آمريكا در نظر ما هيچ تفاوت نداريد فقط مي خواهيم در هنگام اخراج كردن مهاجرين به مانند يك انسان با ما رفتار شود و چاره و راه منطقي و عقلائي در پيش گرفته شود. همين و بس .


     چشم اميد مهاجرين به پارلمان و مجلس ملي افغانستان !   


نمايندگان مجلس به هوش باشندو زيركانه عمل كنند . وقت آنست ثابت كنندكه نماينده و دلسوز مردم وملت خود هستند !


سكوت علما و مراجع و ولي فقيه در برابررفتارهاي غير انساني پليس ايران در اماكن مقدسه و حرم هاي مطهر  متزلزل شدن دين و ايمان نوجوانان و جوانان مومن مهاجر  را در پي دارد


كاري را كه صدام انجام نداد اما احمدي نژاد انجام داد :


صدام با آن خباثت و ستمگري شيعيان مهاجر و غير مهاجر را در عراق از همه جه دستگير و زنداني كرد ولي هيچ وقت به خود جرئت ورود و دستگيري شيعيان از داخل حرم هاي نجف و كربلا و … به خود نداد اما ايران و احمدي ن‍‍ژاد شيعيان و زائران افغاني مهاجر را از داخل حرم هاي مطهر در حال زيارت و نماز خواندن به جرم فاقد مدرك بودن  دستگير، زنداني و زير چوب و چماق و مشت و لگد قرار دادند !!!


اشكال نداشته بيد جيگر وقتي مصلحت نظام اقتضا كند خيلي حرام ها حلال ميشه .. از قديم و نديم گفتند دين بهانه ست هدف قدرت و سلطنته  ايران ام القراي شيعه است ديگه اگه اينجا اين كارا نشه پس كجا بشه  فقط يه خورده به اين افغانيا بگيد تحمل كنند . روز گاره ديگه يه روز نوبت احمدي نژاد هم مي رسه كه به جاي صدام پاي چوبه دار قرار بگيره  . اون هم وقتيه كه افغانيا به دادگاه بين المللي شكايت كنند و به خونخواهي چند هزار كشته و به مسلسل بسته شده مهاجرين اردوگاه سنگ سفيد مشهد بپردازند .


 توسط نابغه سياست و معجزه قرن دكتر احمدي نژاد صادر شد :


حكم جهاد عليه مهاجرين افغاني فاقد مدرك در ايران و مباح دانستن خون و جان و مال آنها و دستگيري و دست بند زدن به زنان و نواميس شان !!!؟؟؟


در اجراي اين حكم بسيج آماده شهادت و جان فشاني است و از نيروي انتظامي و پليس سبقت گرفته !!!؟


کيل صاحب !وديلوستل؟دوي ته کوم ځواب لرې ؟ دوي کوم کافرزوروی ؟ داسیاست دی ،سياست ،زده ئې کړئ.و


،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،


بلې !


دا خبره دبحث وړده چې دحاکم گوندمشرتابه لکه عمومی منشي،دسياسي بورومرکزي کمېټې ،دولایتی ښاري ،ولسوا لي اوناحيوی شوراغړواودولتي جگپوړوچارواکوبه امتيازدرلود،مگر نه دومره لکه دتنظیمواومذهبي گوندو مشرتابه . دايو مسلم حقيقت دی هرڅوک چې په دولتی لوړموقف کې قرارولري لوړامتيازونه لري ،خوپه امتیازاتوبايد مست نشي . همدا دليل دی کله چې په بيرته پاته هيوادوکي يوه سياسي اومذهبي ډله دولتي حاکميت ترلاسه کړی سمد لاسه خپل پلويانواودچاروا کوخپلوان بېله دېنه چې اړينه وړتيا ولري پردولتي دندوگماری . متاسفانه زموږ په هیوادکې هم کېڼو اوښیووگوندونواوتنظيمودغه ټکی ته چې په ټولنه کښې هغۀ نورومستحقو کسانوته کوم چې له دوي سره ندي اوياددوي په شکل فکرنه کوي په دولتي حاکميت کښې ځاي ورکړی پاملرنه نده کړې ،اوحتاپخپل منځ کښي ئې هم کاردکار وړاو لايق سړی ته ندی سپارلی . داتیر وتنه ددې لامل گرځېدلې چې پدغه گوند اويا تنظيم کښې اختلاف راپيداشی ،اوولس ورځينې مخ اړولئ  دی.  دايوڅرگند حقيقت دی چې دظاهر شاه درژيم تر ړنگېدو راوروسته  بيا تر همدې نن ورځي ټولوهغوچې دولتی واک ترلاسه کړی داپورته په گوته شوې تېروتنه تکرارکړې ده .داتيروتني وې اودی ، ې له شورويانو نيولې بياتر امريکايانوپوري  زموږ په هيوادکښې پردی خپلې سيمه ييزی گټی لټوی ،اودولتي حاکمان موتل په پرديوځړېږي اودهغوي لخواراته ټاکل کېږی .


داټولوته څرگنده ده چې دخلق دموکراتيک گوندمشرتابه لويي برخې څنگه ژوند درلود،خوبل طرف ته بياد تنظيمو اومذهبی گوندونومشرتابه هم په چړچړچواوپيسوکښي لوبي کولې،مگردا نوردواړوطرفوته غريبو او دربدروخپل ژوند دلاسه ورکاوه اودبخورنه مير ژوندئې درلود . هغوي چې دواړوخواو ته جنگېدل دافکرکاوه چې دهيواد اواسلام لپاره جنگېږي،يوه له پاکستانیانو،ايرانيانواو امريکايانوهيواد ساته اوبل لورته ئې بياويل چې هيوادله شوروی يرغل نه ساتي ،زما په نظر دواړه پرحق وه خومشرانوئې سياسي لوبی کولې  . همدا اوس هم نه دحاکم گونددمشرتابه  اونه هم دمذهبی گوندواوتنظيمنو دمشرتابه دکورنيو غړی هم داستاسو دنه لورېینې مرستو ته اړتيا لري .


نو وکيل صاحب څوک دغو مرستوته اړتيا لري ؟


بلې!ډيري کورنۍ اوپه ميليونوانسانان دغومرستوته اړتيا لري اودولت  مکف لری له هغوي سره بشري او اقتصادي مر ستی وکړی ،دادهمدغوپورته  دواړوخواوټيټه درجه پلویانواودهغوپاته کورنی دي کوم چې ستاسواودنورودحاکميت دساتلو لپاره جنگېدل ،پدې ډله کښې ددواړوخوانه دړاندو رکټونواومردک اوريوقربانيان دي ،دادهغوترمځکه لاندي ښخ شويوماينونوقربانيان دی کوم چې دواړوخواودځان ساتنې لپاره دخپل حاکميت پرڅلورخواښخول . اوس که څوک وجدان ولري داکسان په کوم قانون اونوم له دغه انساني ،ملي اوطنی حق نه بې برخې کوی ؟؟؟ ددوي څه گناه ده ؟


دوي اړوه چې يوې خواته دخپلی کورنۍ داعاشې لپاره ودرېږي  .


دغه خبره چې هغه څوک شهيددی کوم چې دخداي لپاره غواړي اويايي قصدکړۍ وي چې خپل ژونددلاسه ورکړي په اوسنيوپېچلو شرايطو کښي يوڅه دبڅث وړخبره ده ،ځکه همدا اوس په افغانستان کې ددولت پلويان دينی عالمان هغه کسان چي دځان دژوندپه قيمت غواړي يوغير مسلمان  له ځانه سره مړکړی  قاتل بولی اووايي چې هيڅوک حق نلري ځان اويابل څوک دخداي لخواورکړه شوی نعمت  يعنی ژوند څخه محروم کړي ،نودې دځانمرگی بريدکوونکي خو ځان قربان کړ،اوپدې عقيده اوباوردی چې دخداي (ج) لپاره ئې ځان قربان کړ داخونوبېخې شهيدان دي .که څنگه وکيل صاحب؟؟؟؟


خوبل طرف ته ددولت اوبهرنيانومخالفين بياهغوي ته وايي  ((چې داماسي دې سترگی پټی شوې لاليه بيابه په جنت کښې يې )) اوداسي نوري وعدې . زموږڅخه مووکيل صاحب ! لاره ورکه کړېدي چې دچاده ومنو،اودکوم يوه خبره له شرعيت سره برابره ده .


هغه څوک چې کليمه وايي اوخداي مني دکوم آيات له مخې ورته کافر اومرتد ويلاي شی ؟ تاسوته لوي   ځښتن دکوم آيات اوحکم له مخې په آخيرت کښي دڅلورلاري دترافيک دنده درسپارلې ده چې يوجنت اوبل دوږخ ته رهنمايي کوی؟


داکوم انصاف دی چې يوه  ته دخالدبن وليد،بل ته دملي قهرمان ،سترمجاهداويوبلته چې اوس وسله وال سړی نلري دخاين اومرتدلقبونه ورکوی؟ اوهغوي چې دقدرت دحاکمانوترمنځ په سیالیوکښی قربانيان شوی  هغوي خودادی حتا له اسلاميت نه محروموۍ .


دپښتوژبې ستر شاعر رحمان باباپرځاي ويلي :


که چاتله دانصاف پلاس کښي درکړه  خپل ټټو اودبل آس به برابر کړې


که تاسوپه رښتياهم دولس استازی ياست چې زه پر شکمن يم نوتاسوخپلې دندي وپېژنۍ اودهغه مسايلوپه هکله له دولت اوبهرنيانوسره جنجال وکړي کوموچې په هغه کښي ملې گټی نغښتي وي ،دملي يووالي اوافغان ولس ددغه ربړېدلی حالت نه دخلاصون اوښېرازی لپاره تلاښ وکړۍ . دسولی ،ملي تفاهم اودپردونه دخلاصون لپاره دمعقولولارو،چاروپه لټه کښي شۍ . ددولتی فساد،زورزياتيو ،چوراوچپاول ،دافغانانو دزورونواو کړېدو،نالوستوب ،ښوونځيواودعامه گټودويجاړولو،هيوادوالودبې کوره کېدو اونوروهغوناخوالو پر ضدملي قيام اعلان کړۍ کوم چې همدا اوس زموږ هيوادوال ورسره لاس اوگرېوان دي .


همدا اوس زموږ په هيوادکې ډېر افغانان ناامني، په حکومت کې اداري فساد،بېوزلی او وزگارتوب خپل ژوند ته تر ټولو لوى گواښونه بولي اوله هغوبه سر ټکوی . ددغورواغوښتنوترسره کول دپارلمان اودهر وکيل دنده ده .


راسی پردې ئي ختمه کړوچې هاخوا اودېخواته دواړه افغانان اومسلمانان له منځه تللي ،دهغوي پاته ورثه ،معلولين اومعيوبين  پرموږ ټولوحق لري اودولت بايدله هغوي سره دهراړخيزومرستوپه سرته رسېدومکلف وگڼل شی.


که تاويل چي ته يې ،اوماويل چي ته يې ،هم به ته يي هم به زه يم


که ماويل چې زه يم اوتاويل چې زه يم ،نه به ته اونه به زه يم  پاي


…………………………………………………….


دليکنې لپاره دلاندي منابعونه استفاده شوې :


۱/ بې بې سي پښتوويب پاڼه


۲/ بې بې سي راډيو


۳/ آزادی راډيو


۴/ آرياناتلويزيون خبرونه


۵/ ايرناويب سايټ


۶/ په هرات کې دايکونړيوال سازمان دغونډی اسناد


۷/ مهاجرين فرسين گيگ ويب پاڼه http://mohajeran.persiangig.com


۸/حبيب الله غمخور((ننگرهاريانو،غيرتمنوستاسوئې کورودان))لومړی برخه


۹/ هشت صبح ورځپاڼه