هماغه انګیزه یا علت، بل ډ ول دښمن
د رودولف چمیلې لیکنه د سراج ا لحق ببرک زی ځدراڼ ژباړه
د جرمني د زیددویچه څیتونګ څخه د نوامبر دوهمه نیټه
د پاکستان په شمال کې جګړي د انګیزانو کولونیال دور نښتي یا جګړي رایادوي.
د سوات په دره کې د چارشنبي په ورځ د مولانا فضل اله په امر اسلامې بنسټپالو د حکومتی پوځ يوه چورلکه راوغورځوله او د پولیسو یو ستیشن یې وسوځوه. تیره هفته د ده پلویانو مینګوری ته نږدي د دري مرکزي سیمه ته نږدي په صوبه سرحد یا پښتونخواه کې د اته کسو څخه د خلکو په مخ کې د خاين یا جاسوس په نامه سرنونه غوڅ کړل شول.
په وژل شویو کسانو کې یوه پاڼه ایښودل شوي وه چې لیکل شوي وه، دا سې به د بوش ټولو زامنو سره وشی.
د پاکستاني پوځ جګړي له اسلامیستانو سره د هیواد په شمال لویدیز کې د قبایلي په سیمو کې داسي اغیزه کړی لکه چې د کولونیال دور جګړي بیا تکراریږی.
کوم چې انګیزانو ته په نولسمه او شلمه پیړی کې په هم دغو سیمو او ښارنو کې دښمن په همدغه ایدیالوژي یا انګېزۍ او موخو دریدلې وه.
انګریزان دري لسیزو له صوفې او له اسرار ډک پیر عبدالغفارسره مخامخ وه. دۍ د سوات اخوند په نامه مشهور وه. کله چې انګریزانو په کال ۱۸۴۹ کې پیښور تر ولکې لاندی راوست، له هغه ځای نه هندوکش او همالیا درو ته د ورننووتلو هڅه وکړه .
دغی اخوند د جهاد اعلان وکړو. هغه ته د درناوي، شهرت او نفوض په وجه چې له مرکزی اسیا ان تر استنبوله رسیدو. ده وکړل شول چې شپیته زره قبایلې لښکر یا سرتیرتیار کړی. چې دوي بیا د نړی کولونیال ځواک ته ډیر درانه ګوزارړنه او زیانونه ورواړول .
په کال ۱۸۶۴ انګریزانو له زرو نه ډیر سرتیري لمنځ تللو ورسته بیر ته پیښور ته پشا شول.
دا ټکې اسلامي بنسټپال وجود نه درلود. اخوند د هغه محتویات څخه ډک وه. ده د قران قانون نافذ یدلی غوښتل او د بهرنیانو سره يی هیڅ خبري نه کولي. نن هغه ورځ په بل ډول ده، هیچ څوک په لودیز کې هڅه نه کوي دا پټه له اسراو ډکه نړۍ د اسلامې بنسټپالو له نږدی وپیژنې.
عبدالغفار ته یو انګریزي ستر عالم د وخت نقد لیکونکې او شاعر شعر ویلې دي .
دلته د ښاغلې ادوارد Edward Lear لعرله یوویشتو مصرو څخه یو څو دا دي
Who, or why, of which or what / Is the Akhund of Swat? / Is he tall or short, or dark or fair ? / Does he sit on a stool, or a sofa , or a chair, /Or squat? / The Akhund of Swat.”
دغه ناپیژندل شوي د ایمان ستر سرتیري د اتیا کالنو نه ډیر په کال ۱۸۷۰ کې په خپل کټ کې ومړ.
ایله په کال ۱۹۱۶ کې انګریزانو په غیرمستقیم ډول وکولې شول د سوات دري ته لاره ومومې کله چې دوي د اخوند لمسي ته د سیمی مشر توب ورکړ. چې بیا دري لسیزي ورسته د هند نیمه وچې خپلواکې تر لاسه کړه.
ورسره د نړیوال کولونیال ځواک لږ څه برلاسې په دغه جګو درو کې بیا پای ته ورسیده.
دا په غرو او درو کې افغانستان ته ورڅیرمه قبایل له کوم وخته چې انسان او بشریت فکر کوي دوي په خپله حکومت کړي دي.
دوي هیڅ کله نه غواړي د یو مرکزی تسلط لاندی که هغه د لندن او یا د اسلام اباد حکومت وي راشي.
دوي لا تر اوسه د خپل ژوند ډول یا بڼي څخه د مادرن عصر په مقابل کې دفاع کوي. د صوبه سرحد یا پښتونخوا په ډیرو برخو کې، د کراکروم د لویي لارۍ په اوږدو کې، په کورنو او هوټلونو کې تلویزیون نشته. ملایان يې نه زغمې . يوه ښځه په سړک او بازار کې لکه یو سپین کړاغ معلومیږی.
وزیرستان چې د پوځ دعملیاتو اصلې او مهمه سیمه ده، هلته د افغان طالبانو د ملګرۍ میشته دي.
انګریزانو په شلمه پیړی کې د ډیرشو څلویښتو کالو په اوږدو کی څلویشت زره عسکر د فقیر اپې سره په جګړه کې له لاسه ورکړل. دۍ د پښتنو د خپلواکې مشر وه. میزا علی خان خپله ګوریلایی جګړه تر خپلواکې پوري وکړه. دی د ۱۹۴۷ کال څخه ډیر ورسته د وپیښې شوي نارغي استما یا نفس تنګې له امله ومړ.
انګریزان ونه توانیدل چې دی ژوندي ونیسې لکه امریکایانو له شپږو کالو ورسته یې اسامه بن لادن نه دي نیولې. شونې ده چې دی هم د دغو سیمو په سمڅو غارونو کې وي.