ارواښاد ستوری او ارواپوهنيزي څېړني (متن، ږغ او ويډيو)

د لراوبر اداره | نوومبر 8th, 2007


لاندنۍ ليکنه د اراواښاد ډاکټر کبير ستوري په لومړي تلين کي اورول سوې او بيا د ښکلا مجلې په پرله پسې دېرشمه ګڼه کي خپره سوې ده . لراوبرويبپاڼه يې پر يووخت تصوير ، ږغ او متن وړاندي کوي .


ويډيو يې لاندي کتلای شئ





  



درنو پوهانو، قدرمنو دوستانو !


دادی يو کال تېر شو چه افغان ليکوال ارواښاد ډاکټر ستوری دژوند له هسکه پرېوتلی دی .


په دغه یو کال کي په بېلو بېلو ځايونو کي دهغوی دژوند، افکارو او سياسي، علمي ، کلتوري  او ادبي هڅو په اړه ډېر څه ويل شوي دي .


دلته غواړم په لنډه توګه، دهغوی دعلمي هڅو، يوازي په يو اړخ يا دارواپوهنيزو څېړنو په هکله څو يادوني وکړم .


دډاکټر کبير ستوري دلوړو زده کړو څانګه هم ارواپوهنه وه ، يا يې ارواپوهنه عمده او اساسي برخه وه . دهغه ارواپوهنيز آثار خپاره شوي دي، يو شمير يې ناچاپ يا نيمګړي هم پاتي دي  .


دهغه په ارواپوهنيزو خپرو شويو آثارو کي ددوغو آثارو يادونه کولای  شو .


۱. وېره :   وېره دساپوهني په رڼا کي / دارواښاد ډاکټر کبير ستوري هغه اثر دی چه په کي دانسان دروزني او اروا په يوه مهمه موضوع وېره يا ډار هر اړخيز بحث سوی دی . تر کومه ځايه چي ماته معلومه ده، په ارواپوهنيزو څېړنو کي دا په پښتو ژبه دهغه لومړنۍ تهيه کړی او ليکلی اثر دی . ددغي پوهنيزي هڅي له پېلامې سره سم ډاکټر کبير ستوري هغه اړتيا ډيره ښه احساس کړې وه چه زموږ ژبه يې دعلمي آثارو په برخه کي لري  . له همدې کبله یې دخپل هغه لومړني کتاب په پیل کي ليکلي وه : “ که څه هم نن سبا په پښتونخوا کی دکتابونو بازار ګرم نه دی او په تېره بيا دپوهنيزو کتابونو، خو بيا هم ما ددي ټينګ هوډ او عزم کړی دی دډيري زياتي اړتيا (له مخي) خپلي ټولي ليکني په پښتو ژبه (ليکم) چي په پښتو کي پوهنيزه پانګه ډيره شي . که چيرته ټول پښتانه پوهان څه نا څه ليکني په پښتو ژبه وکړي او خپلو بچو ته په مورنۍ ژبه معنوي پانګه پرېږدي نو ژر تر ژره به دپښتو پوهنیز بڼ سمسور او زرغون سي .


‘’ دپوهنيزي ليکني ډډ له رښتيا او سمو معلوماتو څخه ډک وي چي په درسي لارو يا لاري او طريقې لاس ته راغلي وي چه دځان او وخت پوري ښکېل نه وي او دتکرار وړ وي ؛ يعني هرڅوک چي وغواړي دغه لار نيولی سي او همدغي نتيجي ته رسيدلی سي . سم او رښتيا معلومات کېدای سي چي يو تن له مختلفو لارو او يا مختلفو کسانو له يوې يا له ډيرو لارو راټول کړي وي . نو ښه او غوره پوهنيزه (او علمي ) ليکنه هغه ده چي دخپلو او پردو معلوماتو او نظريو توپير پکي شوی وي يعني لوستونکی پدې پوه سي چي دغه معلومات  يا نظريه  دبل ليکوال ده چي ده ترې ټکي په ټکي او کټ مټ رااخيستې ده او که پخپلو تورو سره دهغه نظريه او معلومات راوړي او څرګند کړي دي …’’


دارواښاد ستوري په دغه کتاب کي په دغو موضوعاتو اکاډميک بحث شوی دی  :


دویري پيدايښت او نظريې، دځيږموندفرويد دویري نظريې، ساييز جوړښت، داوديپس احساس، دبيلتون خطر، دګرانښت دناسوبتيا خطر، دويلهلم رايښ دویري نظريه، دالفرد آدلر دویري نظريه، دخوشحال خټک دویري نظريه، ديونګ دویري نظريه، دویري تلل او پيمانه کول، دويري درمل، دويري جسمي او يا طبيعي درمل، دويري ساوال درمل، دويري دځينو څيړنو لنډي نتيجې او ځيني نوري موضوعګاني او سرليکونه .


۲. ژبساپوهنه : دارواپوهنيزو څېړنو په لړ کي دارواښاد ډاکټر کبير ستوري يو بل اثر ژبساپوهنه  (Language psychology) ده، په دغه اثر کي دژبي په عمومي او اروايي اړخونو خبري سوي دي . په کتاب کي دغه برخي په جلد جلد بڼه څېړل سوي دي : دژبساپوهني پيژندګلوي، انسان او ژبه، نومونه او لغتونه، دژبي منځ ته  راتګ، دفويلينګ  Voiling او Aach  تجزيې، دبیلابیلو ژبو منځ ته راتګ، بې غږه ژبه يا دجسماني اشارو او حرکتونو ژبه، دليک ژبه، کوچنی او غټ ليک، دسُر او تال يا موسيقۍ ژبه، معياري ژبه او پوهنيزه ژبه، دژبي عام اړخ، دژبي خاص اړخ، لهجې، ادبي ژبه، ژبه او واقعيت، ژبه او سوچ، ژبنیز استعداد، ژبه – دانسان دژوند په اوږدو کي، پښتو ليک دود، پښتو دژبي په توګه، پښتو دپښتونولۍ دبرخي په توګه، پښتونولي، دپښتونولي فلسفي بنسټ، دپښتنو نسل او نسب  ژبه او قام يا اولس، په خپل وطن کي دژبي او کلتور نه پردی کيدنه، په پردي وطن کي له خپلي ژبي  او کلتور نه پردي کيدنه او نور سرليکونه .


په ژبساپوهنه کي يوه برخه يې دژبي ارواپوهنيز اړخونه تر څېړني لاندي نيسي، او ځيني يې بيا هغه برخي دي چي په عمومي توګه په ژبه او ټولنه پوري اړه پيدا کوي .


له دغه اثر څخه د ‘’ ژبه او سوچ  (فکر او اند)  په باب دموضوع يوازي دغي برخي ته پاملرنه کوو: ‘’ ژبه له يوې خوا دسوچ يا اند او فکر دڅرګندولو پوهيدلو او پوهولو وسيله ده، يعني انسان په لغتونو او لفظونو کي خپل سوچ څرګندوي او له بلي خوا فکر يا اند خپله د ژبي يوه بڼه يا څېره ده، ددي لپاره چه په دې خبره موږ ښه پوه سو، په يو مثال سره دفکر مهم اړخونه په ګوته کوو:


مثال : کله چي سړی په ژمي کي په حجره کي دشپې ښخ ويده وي او سهار راپاڅي او له حجرې څخه بهر راووځي او وويني چه ځمکه لمده ده نو فکر کوي چي دشپې باران سوی دی، که دې مثال ته ځير  سو، نو وبه وينو چي سړي باران پخپله نه دی ليدلی او حس کړی يي هم نه دی، خو دځمکي دلمدوالي په واسطه په دې پوهيږي، يا خبريږي . په نورو تورو سره فکر دناسيده (غيرمستقيمي) پوهېدني يا خبرېدني لړۍ ده چي دادفکر يو اړخ دی . دغه ناسيده پوهېدنه يا خبرېدنه  دشيانو په منځ کي داړيکو پر بنسټ ولاړه ده، تل چي باران سوی دی، ځمکه يې لمده کړې ده، له دغه نښتون څخه سړی خبر دی نو ځکه وايي چي دشپې باران سوی دی . دلته دفکر بل اړخ راښکاره کيږي چي هغه عمومي والی دی  يعني دځمکي دلمدوالي او باران په منځ کي نښتون عمومي (بڼه) لري … دفکر په لړۍ کی موږ تل دعمومي نومونو او لفظونو سره سروکار لرو چي ديوې ډلي  شيانو دګډي او مهمي بڼي ښکارندوی دی . دمثال په توګه ‘’ کلک’’ لفظ دډيرو شيانو (ځانګړتيا) جوړوي چي موږ دغه ټول شيان چي کلک دي ليدلی نه سو، خو فکر يې کولی سو، له دې کبله عمومي نوم يا لفظ او فکر يوشی دی . فکر دژبي دبڼي يا څېرې په توګه دژبي برخه او دژبي پوري تړلی دی . هر فکر چي دانسان په سر کي پيدا کیږي، بې له ژبني موادو څخه منځ ته راتللی  او پيداکېدلی نه سي . داسي فکر چه دژبي له موادو څخه آزاد وي، موجوديت نه لري . دژبي او فکر اړيکي له يوې خوا دژبي دارزښت مانا لري او له بلي خوا دا واقعيت راښيي چي هر څومره چي دانسان ژبه رسېدلې وي  . هغومره يې فکر هم رسېدلی وي . ددي واقعيت په رڼا کي دژبي د ودي لپاره کار په کار دی  . دژبي د ودي او روزني ځايونه کورنۍ، ښوونځۍ او پوهنتونونه دي  . له دې کبله ددي هڅه ضرور ده چه په ښوونځيو او پوهنتونونو کي بچيانو ته په مورنۍ ژبه پښتو دزده کړي امکانات برابر سي . په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نه يوازي دفکر، چي دسړيتوب کره برخه ده …’’ .            (۵۰-۴۸) ژبساپوهنه


په ژبساپوهنه کي په نورو بيلابيلو موضوعاتو هم بحثونه شوي دي .


۳. دهوښيارتيا کلتوري بې پلوه تله : بايد يادونه وسي چي دهوښيارتيا دبېلابېلو تلو په اړه ارواښاد ډاکټر ستوري اوږدې څېړني کړي دي . په دغه لړ کي دهغه ځيني  (تلې) خپرې سوي او ځيني يې ترمړيني  پوري لا تر کار لاندي وې .


په دې لړ کي ‘’ هوښيارتيا کلتوري بې پلوه تله ‘’ په ځانګړې توګه ديادوني وړ ده . په دې اثر کي په دغو موضوعاتو بحث سوی دی : له ژبي څخه دآزادو تلو په کلتوري آزادی نيوکه، دهوښيارتيا دکلتوري بې پلوه تلې پيژندنه، دهوښيارتيا دکلتوري بې پلوه تلي بنسټ (لاره – پايلې – سپړنه )، دهوښيارتيا دکلتوري بې پلوه تلې دکاروني ډګرونه، دکاروني لارښود، دهوښيارتيا ټولګۍ، دځواب پاڼه، دسمو ځوابونو پاڼه، دنورمونو پاڼه او ځيني نور …


قدرمنو دوستانو، دارواښاد ډاکټر ستوري په اروا پوهنيزو څېړنو او آثارو کي دځينو نورو ليکنو يادونه هم پکار ده، لکه :


دهوښيارتيا دپيدايښتي  بڼو تله
خوب مانا
او يو شمېر نور .
دارواښاد ستوري دغه اروا پوهنيز آثار له دې کبله هم دزيات ارزښت وړ دي چي موږ په خپله ژبه کي دداسي آثارو سخت کمي وينو . ژبه په همدغه ډول علمي آثارو شتمنه کيږي . په تېره بيا موږ دارواپوهني په برخه کي چي د وخت ډيره مهمه پوهنه ده او په تيره بيا په پوهنه، ښوونه او روزنه کي ځانګړی ارزښت لري، دګوتو په شمېر آثار دګوتو له شمېره لږ متخصيصني لرو .


دارواښاد ستوري دغه پوهنیز آثار، دژبي په علمي بډاينه کي يوه دستايني وړه هڅه وه، هغه په دغه ارزښت پوه و او ځکه يې دژبي علمي شتمنيدو سوچونه لرل .


اروا يي ښاده او دعلمي آثارو دپوهنيزو ستوريو رڼا يې خپره اوسه !


جرمني دکولن ښار مننه


جمعه د ۲۰۰۷ دجون ۸ 

Copyright Larawbar 2007-2024