کور / کتابتون - هنر او ادبيات / کتابتون ::: د ميني افسانه پر ليکه سوه ::: ډاونلوډ

کتابتون ::: د ميني افسانه پر ليکه سوه ::: ډاونلوډ

د ( مینې افسانه ) تر عنوان لاندې د افغان وتلی ژباړن او لیکوال احسان الله آرینزی د هڅو او زیار له امله د ایران د پیژندل شوی لیکوال صمد بهرنګی څلور لنډې کیسې په روانه پښتو ژبه ژباړه شوې او په دې وروستیو کې د دانش خپرندویه ټولنې له خوا په زر ټوکه کې چاپ او د خپلو مینه والو او لوستونکو مخې ته کیښودل شو .



ښاغلی آرینزی ته دالله (ج) له سپیڅلی در بار څخه د اوږد عمر او ژوند دعا کوم ، په ژبه ، قلم او قدم دې یې ډیر برکت وی . نوموړی د ژوند تر دم ګړۍ پورې د خپل ، هېواد، ټولنې او ولس له پاره ډیر څه کړی دی، او په خپل قلم سره یې د ملی فرهنګ او ادب د بډاینې په موخه د پام وړ ارزښتناک قدمونه اوچت ګړی دی .



د مینې افسانه ټولګه چې د(وړوکۍ تور کب ، اتل،د مینې افسانه او سپینه پشۍ او توره پشۍ ) په لنډو کیسو سره په ۱۱۲ مخونو کې چاپ شوی ده د ارینزی د ژباړې یو بل داسې ګټور اثر دی ، چې په ویلو سره یې سړی ډیر خوند اخلی او په کې دلنډو کیسو لیکلو هغه لار په ګوټه کیږی ، چې د ځوان نسل له پاره زموږ لیکوالان باید ډیر څه ولیکی او ډیر څه تر سره کړی .



زما له انده د آرینزی صاحب د لنډو کیسو په نوې ټولګه کې له دوو اړخونو څخه ډیره پاملرنه
شوې ده ، لومړۍ دا چې د ژباړې په موخه یې زموږ د ګاونډی هېواد د یو وتلی لیکوال صمد بهرنګی
اثر ټاکلی او دویم دا چې دغه اثر تر ډیره بریده ځوان نسل او تنکیو ځوانانو ته بیل شوی دی، چې له بده مرغه زموږ لیکوالانو د ټولنې دغه ستر ، ځواکمن او غښتلۍ قشر د خپل قلم د نوک له پامه غورځولی
دی، چې ناوړه اغیزې یې زموږ په جګړه ځپلی هېواد کې له ورایه ترسترګو کیږی .
د اثر ژباړه ډیره روانه او ساده ده او په کې دې ژباړې ډیرې داسې ځانګړتیاوې شته ، چې دغه
ښکلی اثر ته یې لا ډیره ښکلا ور په برخه کړې ده .د همدې ځانګړتیاو له مخې مې غوره و بلله چې د
د لنډې سریزې په ګډون دغه اثر په بشپړه توګه د لر او بر افغانستان او بینوا ویب پانو د مینه والوله پاره پر لیکه او خپور شی .


د نورو اثارو د خپریدو په هیله
حقمل




لــــړليک:
۱ ـــــ د مینې افسانه پر لیکه شوه
۲ ـــــ دصمد بهرنګي او د ده د كتابونو په هكله
۳ ـــــ وړوكى تور كب
۴ ـــــ اتــــــل
۵ ـــــ د ميني افسانه
۶ ـــــ سپینه پشۍ او توره پشۍ
۷ ـــــ دليکوال لنډه پيژندنه


 

د کتاب د ډاونلوډولو لپاره دلته کليک وکړئ !     size = 282 KB   ~  وزن = ۲۸۲ کيلو بايټه




لراوبر ويبپاڼه د لراوبر افغانستان د درنو ليکوالو څخه په درناوي هيله کوي چي د خپلو اثارو لوستونکي د نړۍ په کچه زيات کړي ، لراوبر ويبپاڼه ستاسو د اثارو د پرليکه کولو تخنيکي چاري او هر ډول خدمت ته تياره ده   .

د لراوبر ويبپاڼي سره اړيکي : larawbar.com@gmail.com