کور / z_buitenland_news -- 5 / استاد خدمتګار له جرمني څخه افغانستان ته ستون شو

استاد خدمتګار له جرمني څخه افغانستان ته ستون شو

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د کار ډلې او مشرتابه جرګې ځينو غړو پرون ماښام له استاد سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار سره د مخه ښې غونډه جوړه کړه . استاد بختانی او استاد حبيب الله رفيع څه موده مخکې  په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په بلنه د نوي افغانستان د جوړېدو د 260 کاليزې نړيوال جشن ته د يو شمېر نورو پوهانو په ګډون راغلي وو .


د مخه ښې په دغه غونډه کې د ټولنې د کار ډلې يو شمېر غړيو د استاد د راتګ او دلته د څه وخت د استوګنې له امله خوښي څرګنده کړه . په پای کې استاد له ټولنې او په اروپا کې له استوګنو افغانانو خوښي څرګنده کړه چې په افغاني ولولو سره يې په هر ځای کې د دوی هرکلی کړی دی . بايد يادونه وشي چې د استاد رفيع په ګډون ، نور پوهان مخکې له جرمني څخه تللي دي .


استاد نن ماښام د دوسلدورف له هوايي ډګر څخه د کابل پر لور روان شو او په هوايي ډګر کې ورسره د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه يو شمېر غړو مخه ښه وکړه .