کور / شعر / مينه

مينه

څړيكه شمه درد شمه پرهر په غيږ كې ونيسم
مينه شمه، عشق شمه ځيګر په غيږ كې ونيسم
تاو له دې سپوږمۍ شمه ، اسمان شمه له ستورو شم
لمر نه هم راتاو شم بس دلبر په غيږ كې ونيسم
غرونو ته چې وخيږم كركڼې وي ګورګورې وي
زه له ټولو تير شمه نښتر په غيږ كې ونيسم
ښكلونه جنت ډك دى، اسمان ډك دى دنيا ډكه
حورو نه هم ښكلى د زړه سر په غيږ كې ونيسم
نورې روژې ماتې كړم،اوبه وڅښم ديدن وكړم
غلى غلى ورشمه اختر په غيږ كې ونيسم
چپ شه اى (معروفه) دغه چل نورو ته مه ښايه
كورنه چې راووځي نو يې ژر په غيږ كې ونيسم