کور / شعر / افغانستان

افغانستان

چې دځمکې پرسر پروت دى خو اوچت لکه اسمـــان
دنړۍ پرسر يې نوم دى هم لري نوم اونشـــــــــــــــان

داسې ښکلى نوم لري چې دالف په توري پيل شـــــي
کوو فخرپرې موږ واړه چى دا دى افغانستـــــــــــــــــــان

منظروته چې يې ځيرشې نوپاريس به درنه هېرشــــي
داسې لوړ لوړ لري غرونه هم سيندونه يــــــــــــې روان

خو افسوس! چې يوافت اوس پـــــــــــرې نازل دی له ډیر وخته
دا افت مونه پرمال اړ او نه اړ مو دی پرځــــــــــــــــــــــــــــــــان

اى افغان سترګې وغړوه پاڅـــــــــــــــــــــــــــه چې څه کیږي
جنګ راغلى ستا تر کوره ستا انګړيې دى ميـــــــــــــــــــــدان

ټول ولس ژاړي په په چيغو، په سرو سترګو، په سلګيــــــو
د(ځلا) هم اوښکې څاڅي ديد يې نکوي چشمــــــــــــــــان