کور / شعر / غزل

غزل

ماژړل جــــانان ژړل موږته لوی آســـــــــمان ژړل
مابه ټوله ورځ کی په صــــــــــحرا اوبیـــــابان ژړل

زموږ مـــــینه صـــــــفا وله دروغ نه وه رښتيا وله
زموږ دی پاکی مینی ته بیا حـــــورو اوغلمان ژړل

څیری گریوان ســـــر ببر گرځمه په ســــمه اوغر
ماسره په غم کــــی کاڼو بوټو هـــــک حیران ژړل

مخ په آسمان مــــــاژړل ډیر په ارمــــــــــان ماژړل
نورڅوک نه وه هـــلته ماسره به بیــــــاچوپان ژړل

سو ی می ځگر دی اوس مینه زمارهبر دی اوس
پروت دغم صحراکی یمه مــــــاته لوی کاروان ژړل

بس کړه لارویه نور جــــــوړ دی ټول عالم کی شور
ستا په دغــــــه درد کــــــی ټولو ناستو اوروان ژړل