کور / اسلامي / حجاب په … او ساینس کښي(۲)

حجاب په … او ساینس کښي(۲)

حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کښي (۲)

دوهم څپرکی
حجاب په احادیثوکی :

حضرت ام سلمه رضی الله تعالی عنها وایی: چی زه اوحضرت میمونه رضی الله عنهادواړې دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم سره وو، چی ړوندصحابی ابن مکتوم رضی الله عنه دیوشی دضرورت لپاره وبنی کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی اوکله چی بنی کریم صلی الله علیه وسلم ابن مکتوم (رض) ولیدی نوموږته ئې وویل چی په پرده کی ولاړی شی، ام سلمه (رض) وایی چی مادخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چی یارسول الله ایادی ړوندنه دی؟ نوبنی کریم صلی الله علیه وسلم وویل چی ا یاتاسی هم ړندې یاست؟
(مشکوة عن ابوداؤد)
دزیدابن طلحه رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هردین یوخاص عادت اواخلاق لری اوداسلام عادت اواخلاق حیاء ده۔
(بیهقی اوتفسیر مظهری)
بنی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه ښځه ورب العالمین ته ډېره نژدې ده چی پخپل کورکی دننه وی، اوترمسجدچی پخپل غولی کی لمونځ کوی داورته غوره ده، ترغولی چی پخپل خونه کی لمونځ وکی داورته بهتره ده ، اوپه خونه کی چی یوښه پټ ځای لمونځ وکی داورته غوره ده۔
چی ددې حدیث شریف مطلب دادی چی څومره چی ښځه په حجاب کی وی داددې لپاره افضله ده، اوددې سلامتې هم پکښې نغښتې ده۔
په ترمذی شریف کی حضرت عبدالله ابن مسعود(رض) دخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخة روایت کوی:
ښځه پرده ده، اوکه ښځه دخپلې پردې (حجاب) څخه راووځی نوشیطان داښځه دخلکوپه نظرکی ښه ښکاره کوی۔ (مشکوة، ص 269)
چی ددې حدیث مبارک څخه دپه ښکاره معلومیږی چی ښځه بایدپرده وکی، اوددې ټول ارزښت په حجاب کی دی، اوکه دابې حجابه راووځی نوداچی په هره بڼه سره وی شیطان هغه ښځه وخلکوته ښه ښکاره کوی، اوخلک ودې ته هڅوی چی پسې وګوری، اودنارینه ووشهوانی څپې په ښورراولی، چی دادفسادسرچینه ده۔
داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمان دی:
کله چی یوه ښځه پنځه وخته لمونځ وکی، روژه ونیسی، دخپل شرم اوابروحفاظت وکی، اودمېړه فرمانبردارې وکی نوورورسته چی دادجنت دهرې دروازې څخه ننوزی نودادې داخله شی۔ (مکاشفة القلوب ص 616)
دښځې لپاره کوم عمل غوره دی؟
دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چی زه یوه ورځ دبنی کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کی حاضرشوم نوبنی کریم صلی الله علیه وسلم دصحابه کراموڅخه پوښتنه وکړل:
ای شیء خیرللمراة؟
کوم شی دښځې لپاره غوره دی؟
صحابه کرام ټوله خاموشه شول اووبنی کریم صلی الله علیه وسلم ته ئې هیڅ ځواب ورنکړ، اوکله چی زه(حضرت علی کرم الله وجهه وایی) وکورته راغلم اودحضرت فاطمې رضی الله عنهاڅخه می پوښتنه وکړل نوهغې راته وویل:
لایرین الرجال ولایرونهن
دښځولپارغوره اوافضله کاردادی چی دوی نارینه نه وینی اونارینه دوی نه وینی۔
له دې څخه وروسته ماداځواب وبنی کریم صلی الله علیه وسلم ته ووایه، نوده راته وویل چی:
صدقت انهابضعة منی
دې درست درته ویلی دی، اودازمادزړه ټوټه ده۔ (بحواله، دارقطنی واحیاء تفسیرمعارف)
په یوه بل حدیث مبارک کی راځی چی :
زمادامت دښځوبهترین عمل دنارینه وڅخه بېلوالی اوګوښه والی دی۔ (بحواله شرعی پرده ص 120)
له دې څخه داجوتیږی چی بنی کریم صلی الله علیه وسلم په دې باندی ځکه ټینګاراوامرکړیدی چی دنرواوښځوګډوالی سبب دفتنې ګرځی، اوددفتنی پراورباندی هله نورتېل شیندل دی چی کله نراوښځې سره یوځای وی، اوحجاب موجودنه وی، اوکه حجاب وی، نوبیادنارینه ووسترګې دښځوپرزینت، ښکلاځلاباندی نه موښلی، اودفسادمخه پخپله نیول کیږی، اوس داوهرچاته جوته ده چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم په هره ویناکی هم دُنیوې اوهم اُخروی نیکمرغیانې نغښتی دی چی اوس وهرچاته داترلمرځلانده ده۔
دښځې په فطرت کی دوه شیان شتون لری:
حضرت انس رضی الله عنه وایی: چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی الله جل جلاله وایی چی دهرې ښځې په فطرت کی دوه شیان ضرورشتون لری،
اول: ضعف
دوهم: پوټوالی (حجاب) ( الحدیث ترمذی شریف)
که چیری وښځې ته دلویځ په شان ازادې ددوی په ګمان ورکول شی نوهغه فسادونه، جرمونه، ناوړه کارونه، زناوې، فحاشۍ اونورداسلام ضداعمال به هرځای دروازه خلاصی کړی، چی بیابه ئې تړل ناشونې کاروی، اوتاریخ داښودلې ده، که چیری دفسادداڅپې په ښورشی نوکنترول ئې دهرچاله وس څخه وتلی، اودادټولنې دځوان نسل لپاره پراورباندی نورتېل شیندل دی، داځکه چی داحدیث شریف ورباندی ګواه دی:
ماخلارجل بامراة الاوکان الشیطان ثالثها
هیڅ نردېوې پردۍ ښځې سره ېواځی نه دی مګرشیطان دوی(دنراوښځې) دریم دی۔
یعنی ددې څخه مطلب دادی چی دلته به فتنه ضرورصورت نیسی، اوشیطان به ونراوهم وښځې ته داسی خیالونه اوجال غوړوی چی دواړه پکښې راګیرکړی، اودکب نېونکی دجال په ډول سره دواړه راونغاړی، چی دایومنلی حقیقت دی، په برطانیه کی دګډ تعلیم له کبله (Coeducation) له کبله دپنځوکلونوڅخه ترلسوکلونوپوری هرماشوم که نروی اوکه ښځه په هرولسوکی اته ماشومان په جنسی تیری بوخت دی، د(InterNewsBook) په حواله، نودکم عمرماشومان چی په دې فسادبوخت دی، نوبه دنوروڅه حال وی، اودښځې فتنه دټولوفتونوڅخه لوړه فتنه ده، یعنې هغه فتنې چی دښځوله لارې څخه خپرېږی په دې کی ډېرژردټولنې نارینه بې لارې کیږی اوډېرژرورباندی اغیزه کوی، چی داپرټولنه باندی دجهل، فساداوتورتم اورپاشل دی، چی بلیږی ډېرژراووژل ئې ډېروخت نیسی، چی همدااوس ټوله غربی نړې په دې تکل کی ده چی څنګه اخلاقی فساپه اسلامی امت کی خپورکاندی، اودوی هم دخپلوځانوپه شان دهلاکت وکندې ته وروغورځوی، اوپه همدې موخوکی ئې زموږپه ګران هیوادافغانستان کی هم پوره کوښښونه پیل کړیدی، همدااوس په خوست ولایت کی (38) نفره د(ایچ، ای وی) په وژونکی وایروس اخته دی په هرات کی تر(110) اضافه په همدې لعنت اخته دی، په کابل کی تر(3000) لوړتعدادټاکل شویدی، خوحکومت سترګې ورباندی پوټوی اوشمېره ئې ډېرلږه خپروی، داداخلاقی فسادیوه نمونه ده، ، دالله جل جلاله خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمای:
داسامه بن زید رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی :
ماترکت بعدی فتنة اضرعلی الرجل من النسآء
زماڅخه وروسته دنارینه لپاره ترټولوغټه فتنه دښځوفتنه ده۔
چی دافتنې هغه وخت په اسلامی امت کی وخپل اوج اوموج ته رسیږی چی کله دحجاب جنازه پورته شی، اوښځې به پردې ګرځې راګرځی، چی لویځ اوس په کوم فساد، اوبې حیایۍ اخته دی اوس دوی هرکال په بیلیونوډالره خرڅوی چی داکنترول کی خوداهرڅه په صفرکی ضرب دی، اواوس په اعلانیه سره په اسلامی هیوادونوکی ددیموکراسۍ ترنامه لاندی دافسادخپروی، اوهرهغه مسلمان که چیری داکارپه ښکاره ډول سره په اعلانیه سره کوی نودخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم ددې حدیث مصداق ګرځی:
کُل امتی معافی الاالمجاهرېن
دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی بنی کری صلی الله علیه وسلم وفرمایل:چی زمادامت ټول خلک به معاف کړل شی، نه هغه څوک چی په ښکاره اواعلانیه سره ګناه کوی۔ (الحدیث، مسلم واحیاء العلوم ج 2 قسط 4 ص 490)
ښه مېرمن کومه یوه ده
داسلام خوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایازه تاسی دېوې ښې خزانې څخه خبرنکړم، چی ترټولوښه ده، هغه نیکه ښځه ده، چی کله دهغی مېړه ورته وګوری اوهغه ورڅخه خوښ شی، اوخاوندچی دهرجایزکارامرورته وکی هغه وکی، اوکله چی دخاونددکوردباندی څخه ولاړشی نو دا(مېرمن) دخپل کور، عزت اوناموس ساتنه وکی۔ (ابوداوود)
حجاب (پرده) حیاء ده اوحیادایمان یوه ټوټه ده
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
الحیاء شعبة من الایمان
حیادایمان یوه برخه ده۔
ددې څخه مطلب دادی که چاحیاء نه درلوده نوهغه دپوره ایمان څښتن نشو
په بل حدیث شریف کی راځی:
وعن ابن عمررضی الله عنهما ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: ان الحیا والایمان قرناجمیعافاذارفع احدهما رفع الاخر۔ (رواه البیهقی، فی شعب الایمان)
دحضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دی چی بنی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی ایمان اوحیادواړه سره جوړه دی، اوکه ددوی څخه یوکم شی اویالری شی نوهغه بل پخپله ځی۔
چی ددې حدیث شریف څخه په ښکاره ډول داجوته شول چی که یوچاایمان درلودی نوهغه به حیالری، اوکه یوه چاحیانه درلودل نوهغه ایمان نلری، اودحیاء دتګ سره ایمان هم خپل کډه کوی۔
په حجاب کی نغښتې ښې ګڼې
دالله جل جلاله اطاعت دی:
حجاب کول دالله جل جلاله اودهغه دسترپېغمبرصلی الله علیه وسلم امرمنل دی، چی داسبب ودخول ته دجنت دی، الله جل جلاله په قرانکریم کی فرمایی:
اونه دی رواهیڅ مومن سړی اونه هیڅ ښځې مومنې ته کله چی حکم وکړی الله اورسول ددغه (الله) په یوامرکارکښې داچی وی دوی ته اختیارله امره کاره خپله (په خلاف دامردالله اودرسول) هیڅ اوهرڅوک چی اطاعت نه کوی دالله اودرسول ددغه (الله) پس په تحقیق ګمراه شوپه ګمراهۍ ښکاره سره۔ (الاحزاب 36)
دعلماء کراموپه دې باندی اتفاق دی چی ښځه بایدپه نن عصرکی چی کوم حجاب کوی بایدمخ اولاسونه هم پټ کړی داځکه چی اوس دفتنوسیلاب هرځای روان دی۔
حجاب عفت دی:
الله جل جلاله حجاب دښځې لپاره ددې عفت اوعزت ګرځولی دی، ددې حیاء ئې پکښې نغښتې اوساتلې ده، لکه څرنګه چی موږمخکی هغه ایات مبارک ذکرکړ چی داد(سورت الاحزاب 59) چی مخکی ئې بیان شویدی، ددې ایات څخه داپه ښکاره ډول سره جوتیږی چی دښځې لپاره داحرامه ده چی خپله ښکلا، زینت، اوزېور وبل چاته ښکاره کړی، اوداحکم پکښې دی چی ځانونه دنارینه وڅخه ونغاړی چی دنارینه ووددیدښکارنشی، خوالبته هغه ښځې چی سپېن سرې وی، داجوازورته شته چی لاسونه اومخ ئې ښکاره وی، خوبیاهم الله جل جلاله ورته وایی چی ددې ښځولپاره هم داښه ده چی حجاب وکی، چی دادووی لپاره خیردی۔
حجاب پاکی ده:
الله جل جلاله وموږته دحجاب حکمت اوفلسفه راښی اوفرمایی: اوکله چی غواړی تاسی له دغو(مطهراتوازواجو) څخه دکوم متاع کارکوم څیزپس غواړی هغه له دوی نه دباندی دپردې دغه (غوښتل دباندی دپردې) دتاسی ډېرپاک ساتونکی دی دزړونوستاسی او(ډېرپاک ساتونکی دی) دزړونوددوی۔ (سورت الاحزاب 53)
حجاب دمومنانولپاره (که نروی اوکه ښځه) ددواړولپاره دپاکۍ سمبول دی، داځکه چی داحجاب دنفس خلاف یوکاردی، اودنه حجاب په صورت کی کېدای شی، دنراوښځې په زړونوکی یوڅه شیطانی تمایلات په څپوشی، اوکله چی حجاب وی، نودزړه دددیداوخیالاتودروازه هم بنده شی، اوفتنه بیادلته ذلیله شی، اوټغرئې ټول شی، چی حجاب دناروغه زړونو، احساسوتواوفکرونولپاره یوښه دارودرمل دی، الله جل جلاله په دې ایات کی یواځی په حجاب باندی کفایت نه کوی اوفرمایی:
نوکه چیری پرهېزګاری کوی تاسی پس مه کوی نرمۍ په ویلوکښې پس(که پسته خبره تاسی وکړه) نوپه طمع کښې به پرېوځی هغه څوک چی په زړۀ کښې ئې رنځ وی (دنفاق یادفجور) اوووایی تاسی خبره ښه (ځیږه)۔ (الاحزاب 32)
ددې ایات مبارک څخه داښکاره شوله چی وښځې ته دانه ده پکار چی دنامحرم سړی سره په نرمۍ سره خبرې وکی داځکه داخبرې پرهغه اغیزه کوی، اودهغه څه توقع پیداکیږی، نوپه کارداده دمومنوښځولپاره چی دچاسره خبرې کوی په تونده لهجه اوځیږاوازسره دی کوی۔ چی داهم دخبرو حجاب دی۔
حجاب پوښ دی:
بنی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: چی الله جل جلاله حیاء خوښوی، اوبنی کریم صلی الله علیه وسلم همدارنګه فرمایی: چی که کومه ښځه په کورکی دخپل مېړه څخه ماسوی خپل ځان بې ستره کی، نودې ښځې هغه دعزت پوښ (حجاب) چی الله جل جلاله ورکړیدی مات ئی کی، چی په دې سره به دامجازات شی۔
حجاب تقوی ده:
الله جل جلاله وایی:ای ځامنودادم! په تحقیق سره نازل کړی (لېږلې) دی موږپرتاسولباس ((کالی)) چی پټوی عورتونه ستاسی، او((درلېږلې مودی لباس دښایست او))دزینت کالی، اولباس دتقوی (چی خلاصی پرې راځی له عذابه) دغه لباس دتقوی خیردی له نورودغه ((رلېږل دپوښاک) له علامودرحمت، فضل اوقدرت، دالله دی لپاره ددې چی دوی پندواخلی ۔ (سورت الاعراف، 26)
نونن سباچی کوم دښځوکالی په نړیوال مارکیټ کی خرڅیږی، دهغوموخه ځان ښودنه، فېشن، اویوپربل باندی دویاړاوفخرلپاره دی، نه دځان دپوټولواوعورت پوټولولپاره، کالی ئې اغوستی وی اولوڅه بربنډه وی، خودمسلمانوښځولپاره کالی اوحجاب لومړی دالله جل جلاله امردی، بیادپېغمبرصلی الله علیه وسلم امردی، ځان پوټول دی، ځان ساتل دګرمۍ، یخنۍ اوناوړواعمالوڅخه چی دادتقوی لوړه مرحله اودرجه ده۔ چی داهوبه هودتقوی په سمندرکی ځان ورغوټه کول دی۔
حجاب ایمان دی:
الله جل جلاله چی کله هم دحجاب امرکوی نوداخطاب وغیرمسلموښځوته نه کوی بلکه په ایاتوکی د(المومنات) لفظ راځی چی یواځی ومومنوښځوته بیان اوحکم کوی، وحضرت بی بی عایشې رضی الله عنهاته دبنوتمیم دقبېلې څه ښځې راغلې چی نازک کالی ئې په تن وو، نودمسلمانانوموربې بې عایشې رضی الله عنهاورته وویل چی که مسلمانانې یاست نوداکالی خودمسلمانانونه دی، اوکه مسلمانانې نه یاست بیاپردغوکالوخوندواخلی۔
حجاب حیاده:
زه دډېرواحادیثوڅخه دوه حدیثونه لیکم:
اول: بنی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: چی هردین خپل ځانته عادت اواخلاق لری چی داسلام عادت اوخلاق حیاده۔
دوهم: حیاء ایمان دی اوایمان جنت دی۔
په حجاب کی دښځې ټوله حیاء خوندی ده، چی داحجاب دښځې یوطبعی ځانګړتیااواړتیاده۔

نوربیا۔۔۔