کور / اسلامي / د قران کریم علمی معجزات

د قران کریم علمی معجزات

ژباړه (اجمل)
پرلپسی لړی : اوله برخه
د کایناتو یا جهان پیدایښت:
: دشلمی پیړی تر نیمایی پوری ساینس دانانو داسی فکر کاوو چی همدا لایتناهی نړی همیشه موجوده وه او همیشه به موجوده وی . دوی د همدی فرضیی په اساس کاءنات ثابت بلل ، او اول او اخر یی نه درلودل چی دی فرضیی ته یی ستاتیک یو نیورسل ویل.
د همدی مفکوری په نظر کی نیولو سره چی همدا جهان د ثابت او تغیر نه قبلونکی موادو مجموعه ده ، په نتیجه کی یی د متریالیزم (ماده پرستی ) د فلسفی اساس کیښودل.
اوس چی مونږ په یویشتمه پیړی کی قرار لرو ډیرو فزیک دانانو او دفکر خاوندانو د ډیرو تجربو، مطالعاتو او محاسباتو له رویه دا ثابته کړی ده چی دی دنیا یوه شروع درلوده او په یو وقت کی دیوی ډیری قوی چاودنی پواسطه د هیڅ (عدم) څخه په وجود راغلی ده. او همدارنګه عالمانو د اثابته کړه چی د ماده پرستی یا (متریالیزم) د فلسفی خلاف جهان همیشه د تغیر، حرکت او توسع په حال کی دی.د نړی علماوو دغه ټول حقایق منلی دی.
قران عظیم الشان د کایناتو د پیدایښت باره کی داسی وایی :
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْض (الانعام ، ۱۰۱)ِ
ترجمه : الله (ج) د اسمانو او د مځکو پیدا کونکی دی.

د قران عظیم الشان دغه معلومات د اوسنی وقت د ساینس د پرمختللی تکنالوجی په کمک لاسته راغلی معلومات سره مطابقت لری.
لکه چی مخکی مو یادونه وکړه د نجوم د پوهی ساینس دانانو د ثابته کړی چی ټول کاینات د مادی او زمانی ابعادو په نظر کی نیولو سره ډیر وقت مخکی د یوی غټی چاودنی پواسطه د هیڅ (عدم) څخه په وجود راغلی دی، چی دغه حادثی ته یی په ساینس کی د عظیمی چاودنی یا بیګ بانګ نوم ور کړی دی، چی معنی یی ده (د کایناتو پیدایښت د هیڅ څخه) .
ټول ساینس دانان پدی موافق دی چی دغه چاودنه پنځلس ملیارد کاله د مخه د یوی نقطی څخه شروع سوی ده، او د دغه عظیمی چاودنی یا (بیګ بانګ) څخه دمخه د مادی په نامه هیڅ موجود نه ول. د نیستی د هغه حالت څخه چی نه ماده، نه انرژی او نه هم زمانه موجوده وه ،الله (ج) دغه عظیم کاینات پیدا کړل.دغه مسءله چی ساینس اوس معلومه کړی قران عظیم الشان ۱۴۰۰ څلورلس سوه کاله دمخه تشریح کړی ده. په ۱۹۹۲ کی د امریکا (ناسا) په فضا کی د عظیمی چاودنی یا بیګ بانګ اثرات پیدا کړل، چی نوموړی کشف د نیستی څخه د هستی د پیدا کولو لپاره یو ښه مدرک ګڼل کیدای سی.
Big Bang Theory – The Premise
The Big Bang theory is an effort to explain what happened at the very beginning of our universe. Discoveries in astronomy and physics have shown beyond a reasonable doubt that our universe did in fact have a beginning. Prior to that moment there was nothing; during and after that moment there was something: our universe. The big bang theory is an effort to explain what happened during and after that moment.