غزل

36 | جولای 9th, 2010


دغم ټالونو کي جانان زنګوم داپه زړه سوي ارغوان زنګوم
نغمه نغمه کي درباب تارونه سپيني سپوژمئ ته عالي شان زنګوم
زموږدوير شپيلي دماته قربان دګل په غيږ کي قدردان زنګوم
دسولي لمربه که له څرک ووهي ستادشائست لمبو کي ګران زنګوم
زما دخيال فکرجانان وړي دي دننګ ټپه کي قهرمان زنګوم
په سروياقوتودي پوشلي نګار دفکرټال کي دزړه توان زنګوم
دګل په پاڼوکي ونغاړي لالئ هغه دسراور پتنګان زنګوم
شپيلي دامن کي خوژه ليونو دليلازلفوکي ريحان زنګوم
دازادي په مئيومست کي توتيان دګل په څانګوکي خوبان زنګوم
الکوزي دي سم قربان محبوبا هغه سرتيري سربازان زنګوم

Copyright Larawbar 2007-2024