کرکټ :: ډيويژن ون : افغانستان په ۵ ويکټونو ۳ يم مقام وګټئ 

مختار احمد احسان | جولای 10th, 2010



 پچه هالنډ ګټلې وه، هدف : ٥ / ٢١٩  –  په ٥٠  اورونو کښي  تفصيل…


افغان کرکټ ملي لوبډله نن له کوربه هيواد هالنډ سره دلومړي ډويژن په ترڅ کښي د دريم مقام د ترلاسه کولو په موخه خپله وروستۍ سيالي کوي چي د هالنډ د روتردام په ښار کښي ترسره کيږي.


ملي لوبډلي پرون د سکاټلنډ سره لوبه درلودل چي سکاټلنډ په دوو ويکټونو سره بازي و ګټل او پدې سره افغان لوبډلي پاينل سيالۍ ته لار و نه موندله .


بل لور ته نن ايرلنډ او سکاټلنډ پاينل سيالۍ ته سره وتلي دي چي هغه هم د هالنډ په امستلفېن ښار کښي ترسره کيږي.

لراوبر ولس ته دي د افغان اتل کرکټ ملي ټيم دا ستره بريا مبارک وي !




شنبه – ۱۰ – جولای ۱۱:۰۰  افغانستان – کوربه هالنډ – د لوبغالي پته: Hazelaarweg5,  Rotterdam    


لومړی ډيويژن : افغان اتل ملي ټېم په هالنډ کښي

Copyright Larawbar 2007-2024