کور / تازه خبرونه / تازه خبر : شېبه مخكي په كندهار كي چاودنه وسوه

تازه خبر : شېبه مخكي په كندهار كي چاودنه وسوه

د كندهار ښار په زړه كي د الجديد ماركيټ د موټرانو په تم ځاى كي يوه چاودنه وسوه ، د يوه تن عيني شاهد عطاء الله په وينا چي چاودنه څه كم درې بجې رامنڅ ته سوه نوموړى وايي چي دى همدا شېبه د پيښي د ځاى څخه د تيرېدو په حال كي ؤ چي چاودنه وسوه خو ژوند ياري راسره وكړه او له مرګه يې وژغورلم نوموړى وايي چي په سيمه كي پر يوه صرف او يوه كرولا موټر اور بل دئ او د اور مړه كوونكو موټرانو په وسيله زيار ايستل كېږي چي اور مړ كړي.

نوموړى وايي چي پېښه په يوه داسي سيمي كي رامنځ ته سوې چي ډېر وخت پكښي ګڼه ګوڼه زياته وي خو له نېكه مرغه اوس مهال ګڼه ګوڼه لږ وه او په سيمه كي هيڅ داسي څوك نه ليدل كېږي چي زيان دي ور اوښتى وي يوازي او يوازي يو باسيكل او يو اسكريم پلورنكى ماشين ليدل كيږي چي د چاودني ځاى ته نژدې خو له نيكه مرغه دا هم روغ رمټ ولاړ دي.