تازه خبر : شپږ امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 10th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی طالبانو نن ( شنبه ) د افغانستان په مختلفو سیمو کی شپږ امریکایی پوځیان ووژل ، یعنی : څلور یې په ختیځ کی د مخامخ جګړې او ماینونو په چاودلو سره له منځه یووړل او دوه نور یې په جنوب کی د ماینونو په الوزولو سره ووژل . خبر زیاتوی چی په دې سره د جولای په روانو ۱۱ ورځو کی طالبانو [ د خپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی ] ۲۳ امریکایی پوځیان له منځه وړي دي .
خبر زیاتوی چی طالبانو په کندز او خوست کی هم د بهرنیو پوځیانو پر اکمالاتی کاروانونو حملې کړي چی له امله یې دوه جرمن پوځیان زخمیان سوي دي مګر د خوست حملې تلفات نه دي لرلي .

Copyright Larawbar 2007-2024