د پکتیاوال کورنۍ له خوا د فاتحې خبرتیا

مختار احمد احسان | جولای 10th, 2010


د استرالیا  هیواد په سیدني کې میشت ،د افغانستان د شاهي اردو د  توپچي لوی قوماندان متقاعد جنرال جنت ګل پکتیاوال نیکه ، پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال پلار، میرمن سوسن پکتیاوال مور،دیپلوم انجنیر حبیب ګل پکتیاوال ، ډاکتر نذیرګل داور، میوند پکتیاوال ، یونان میشتئ دیپلوم انجنیر نجیب ګل پکتیاوال او په لندن کې میشت خالد بلال پکتیاوال ترونه، همیشه ګل پکتیاوال،فرهاد ګل پکتیاوال او صمیم ګل پکتیاوال ورونه ، زلفه پکتیاوال ،بریښنا پکتیاوال ،هیلۍ پکتیاوال اوهوسۍ پکتیاوال خویندې ، احمد ذبیر پکتیاوال ، احمد سیر پکتیاوال ، مسیح پکتیاوال او احمد سمیر پکتیاوال د ترونو زامن ، ډاکتره سلطان زري پکتیاوال ،دیپلوم انجنیر حلیمه پکتیاوال ، ډاکتره شیرین پکتیاوال ، ډاکتره زیبا پکتیاوال  او انجنیره کبرا پکتیاوال تریندې ، مسیح الله ابراهیم خیل اوښی ، دیپلوم انجنیر نعمت الله روشان او ډاکترمیر عالم بقا د تریندو خاوندان .


 د ځوانیمرګ  پرویز ګل پکتیاوال د شهادت  له امله  ، چې جنازه یې  تر دې دمخه په سیدني کې خاورو ته سپارل شوې ده ، دوستانو ته خبر ورکوي چې : د ارواښاد د نارینه وو فاتحه د روانې میاشتې پر اتلسمه مه د یکشنبې پر ورځ ، د استرالیا د سیدني ښار، د بلک ټاون ښارګوټي د حضرت عثمان رض په جومات کې ، د ورځې له یوې بجې نه ، د مازیګر تر درې بجو پورې او د ښځو فاتحه پر همدې ورځ او وخت د بلک ټاون ښار ګوټي د افغانانو د ټولنې په هال یا سالون کې  اخیستل کیږي.


د لا نورو مالوماتو له پاره ، له لاندې تیلیفون شمیرو سره تماس نیولای شې :


پوهنمل ډاکتر  ستارګل پکتیاوال : ۰۰۶۱۴۳۴۱۶۱۴۴۰
انجنیر حبیب ګل پکتیاوال : ۰۰۶۱۴۳۳۹۰۸۱۳۳
ډاکتر نذیرګل داور : ۰۰۶۱۴۱۲۸۳۲۱۵۵\\۰۰۶۱۴۰۲۷۷۶۸۱۹






 له استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال سره خواخوږي


داڅه خوني ورځ ده چې فطرت لکه چنګیز
په سپین سهار تالا کړلو حرم زما د زړه


کل نفس ذایقه الموت


په ډېره خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې او فرهنګ د یوه خدمتګار ، ګران استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال ، د زړه سر او د سترگو تور ، زلمی زوی ، پرویزګل پکتیاوال ،په استرالیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله تاند لباند شو.

انا لله وانا اليه راجعون .

زه په ځان کې له ډاکتر صیب سره د خواخوږۍ له پاره د الفاظو د پیدا کولو متره نه وینم، خو دومره وایم چې په دغې دردونکې پېښې سره نه يوازي ډاکتر ستارګل او د ده کورنۍ ودردېده، بلکې د دنیا په هر ګوټ کې د دوی خواخوږي او د پښتني فرهنګ ټول خدمتګاران، د دوى له دې درد سره وزوریدل .

زه خپل ګران دوست ډاکتر صیب ستار ګل پکتیاوال،د دوی دروند پلار جنرال صیب جنت ګل پکتیاوال،انجنیر حبیب ګل پکتیاوال ، ډاکتر نذیرګل داور او د دوى له ټولي کورنۍ سره سم ، د غم پر دې ویړ ټغر نا ست یم ، او د لوى الله ( ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې ، دوی ته د دغه درانه غم ، د زغم وس او زموږ ځوانیمرګ شهید پرویزګل ته جنتونه ورپه برخه کړي .

مرگ حق دى زموږ ټولو همدا لاره ده.

Copyright Larawbar 2007-2024