د کابل نړیوال کنفرانس، امتیازونه او ننګونې
لېمه
د روانې میاشتې په پای کې د کابل نړیوال کنفرانس جوړیږي، چې مشري به یې د افغانستان پرغاړه وي. په دغه کنفرانس کې به د افغانستان دولت نړیوالې ټولنې ته او نړیواله ټولنه افغانستان ته د شویو لګښتونو په اړه حساب او کتاب ورکوي. دغسې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ممکن په کنفرانس کې لومړیتوبونه وټاکل شي، چې د هغو پر اساس به افغان دولت خپلې پالیسۍ پرمخ بیایي.
ددغه کنفرانس دوه ترټولو مهم ټکي دادي، چې یو د کنفرانس مشري د افغانستان پرغاړه ده او او بل افغانستان به شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالرو مرستې غوښتلو ترڅنګ نړیوالې ټولنې د تېرو لګښتونو حساب او کتاب ورکوي.
پر افغان دولت تر ټولو ستره نیوکه د اداري فساد له اړخه ده او د افغان دولت او لویدیځ ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یو اصلي عامل همدغه فساد دی. په افغانستان کې اداري فساد له دوو اړخونو څیړل کېدای شي، چې یو پخپله د افغانستان په دولتي ادارو کې شته فساد دی، چې له چارواکو را نیولې تر ټیټپوړو مامورانو پورې ډېر کسان پکې ښکیل دي. دوهم اړخ د فساد بهرني عوامل دي، چې پخپله نړیواله ټولنه او د هغوی د مرستو څرنګتیا او لګښتلارې پکې شاملیږي.
په دې برخه کې له بهرنیو شرکتونو سره د بیا رغونې او امنیتي مسایلو په برخه کې تړونونه او د بېلابېلو بهرنیو موسساتو له لارې د مرستو لګول د فساد یو عمده لامل ګڼل کیږي، چې د کابل په کنفرانس کې به د افغان دولت تر ټولو زیات تمرکز پر همدې وي.
همدا اوس ډېری مرستې پخپله مرستندوی هېوادونه لګوي او ډېره کمه برخه یې دافغانستان دولتي بودجې ته رسیږي. که چېرې د کابل په نړیوال کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې له خوا شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالره مرستې کیږي، د افغان دولت ټینګار به هم پر همدې وي، چې دغه مرستې نیم په نیمه د افغان دولت بودجې ته لاړې شي.
مرستندوی هېوادونه د مرستو د لګښت په برخه کې پر افغان دولت بې باوره دي، ځکه ددوی په وینا، په دولت کې شته فساد د مرستو ډېری برخه حیف او میل کوي. څو ورځې وړاندې د امریکا د مشرانو جرګې د بودجې د کمېټې مسوولې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې مرسته شوې پیسې پرځای نه لګول کیږي او دوی خپلې مرستې راکموي. په دې برخه کې له افغانستان نه په تېرو دریو کلونو کې د څه باندې درې میلیارده ډالرو وتل هم په فساد پورې تړي.
د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخېلوال د امریکا د کانګرس دغه نیوکې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې له افغانستان نه ډېری تلونکې پیسې د هغو بهرنیو شرکتونو دي، چې بهرني هېوادونه په امنیتي او نورو برخو کې ورسره قراردادونه کوي. دغه پیسې له مالیې ورکولو پرته له افغانستان نه اېستل کیږي.
د کابل نړیوال کنفرانس په بحث وړ موضوعاتو کې د داوړ مسایلو داخلول حتمي دي، ځکه د مرستو او اداري فساد په برخه کې، چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ کومې بې باورۍ رامنځته شوې، په یوه دغسې مخامخ بحث کې په اغیزناکو نتایجو منتج کېدای شي. افغان دولت اړ دی، چې په کابل نړیوال کنفرانس کې نړیوالو ته د ټولو لګښتونو سپیناوی وکړي او هغوی ته دا باور وکړي، چې افغانستان اړتیاوې او وړتیاوې دواړې پخپله تشخیصولای شي او دا ظرفیت هم په ځان کې ویني، چې مرستې په سمه توګه ولګوي. که د اداري فساد د ورکاوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو بې باوري له منځه لاړ شي، دا د امریکا د روانې ستراتیژي او د افغان دولت د اساسي سیاستونو په پلیتابه کې رغنده رول لوبولای شي.
د افغانستان د اقتصادي ودې، بیا رغونې، افغان ملي اردو ته د مسوولیتونو د انتقال، سولې بهیر او پخلاینې په برخه کې د کابل نړیواله غونډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې دواړو اړخونو لپاره یو ښه فر صت دی. که چېرې افغان دولت له دغه فرصت نه سمه استفاده ونه کړي او نړیواله ټولنه پرځان باورمنه نه کړي، ډېر امکان دی، چې د ډېرو پرمختګونو مخه ډب شي او افغان دولت لا هم په انزوا کې واقع شي. دغسې که نړیواله ټولنه پر افغان دولت باور پیدا نه کړي او د افغان اړخ تعهد او ژمنتیا وانخلي، ممکن د سولې او ثبات راوستلو او د افغان دولت د پیاوړتیا ټولې هڅې یې متزلزلې شي.
په هر حال، د کابل نړیوال کنفرانس د افغان دولت او نړیوالې ټولنې لپاره یو ښه فرصت دی، چې د افغانستان د پرمختګ هراړخیږې لارې چارې ولټوي او د ښې حکومتدارۍ د پیاوړتیا او هڅونې له لارې په ولس کې د دولت رېښې ټینګې کړي.