کور / طنز / بډو خان په امريکايي ميډيا کې

بډو خان په امريکايي ميډيا کې

بډو خان د نیویارک په کوڅو کې چکر واهه. ګوری چې یو کوټه او وحشی سپی د کومی ماشومی انجلۍ پسی دی. سپی پر انجلۍ حمله کړه. بډو خان ور منډه کړه او د سپی سره په جګړه شو. په یوه غټ لرګی یې سپی پر سر وواهه او انجلۍ یې وژغورل.

له هاخوا د انجلۍ مور په منډه راغله او بډوخان ته یې وویل:

– ډیره مننه چې زما ماشوم دی وژغوری. په ریشتیا چې ته نامی یې. سبا به ټول اخبار او مجلی ستا په هکله خبری وکړی. د اخبارو عنواین به وی. ‍‍ْ د نیویارک یو بهادر اوسیدونکی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! ْ

بډو خان ورته وویل:

– زه د نیو یارک اوسیدونکی نه یم.

د ماشومی مور وویل:

– ښه، نو بیا به په اخبار کې داسی ولیکل شی چې: یو بهادر امریکایی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری!

– زه امریکایی هم نه یم.

– نو، ته له کوم ځای یې؟

– زه د افغانستان یم.

په سبا یې بډو خان د اخبار عنوانونه ویني چې پکي لیکلي:

یوه بنسټ پاله افغان یو امرکایی سپی وواژه!