محب الله بهرام شهيد ته

حبيب تاثير - کوټه | جولای 11th, 2010


سم پـــه پښتو مين وو دا خــو دانعام سړى وو
يــــوازي نــــه وودا ددې كلـــي اوقام سړى وو

ما خوليدلى نـــه وو زړه ته مې راتېرڅنګه شو
داخوشاعروو په رښېتياسره بهــــرام سړى وو

دشخصيت يـــې پېــــژندنه مالــه شعـــره وكړه
په ښكلو تورو كې څرګنده وو ارام ســـړى وو

دبـدبختيومخنــــيوي تــــــه يې ملا تـــــړلـــــه
دخپل وطن يې خيال كاوه اوښه دپام ســړى وو

اې بشرمله كړه شهيد شاعر جانان ته دوعا
دپاكې خاورې اوسېدونكى اودنام سړى وو

10/7/2010 كلات
(داغزل مې دارواښاد محب الله بهرام شهيد په يادكې وليكله هغه مې ليدلى نه وو خو شعرونه مې لوستلي وو.ځكه يې و درد ولم چې يو څه وليكم) بشرمل ناصر

»

Copyright Larawbar 2007-2024