یو بهرنی پوځی په جنوب کی ووژل سو
فرانس پریس آژانس خبر ورکړ چی طالبانو نن د هېواد په جنوب کی د ناټو یو پوځی د مخامخ جنګ په ترڅ کی وواژه خو د پیښی ځای او د مقتول هویت یې ونښود . په دې سره د جولای په روانو ۱۱ ورځو کی د بهرنیو پر ځیانو تلفات ۳۱ ته ورسېدل .