د ۲۰۱۰ کال د فټبال د نړیوالو لوبو ټاپترین هیوادونه video

مختار احمد احسان | جولای 11th, 2010


د ۲۰۱۰ ز کال د فټبال د نړیوالو لوبو څخه لومړنی لوبه د جنوبي افریقا او میکسیکو ترمنځ وه، چي ۱پر ۱ مساوي پاته سوه او نن ورځ وروستی لوبه (فاینل) د هالنډ او هسپانیې تر منځ وه، چي د هسپانیې په ګټه تمامه سوه او هسپانیې په ۲۰۱۰ ز کال کي د فټبال په نړیوالو لوبو کي لومړنی مقام وګاټه . لوبه د رسمي وخت تر ۹۰ دقیقو پوري مساوي روانه وه، ورپسې بازي کونکو ټیمونو ته ۱۵ دقیقې اضافه وخت ورکول سو، چي په دې اظافه وخت کښي بیا هم ګول ونه لګول سو . وروسته بیا ۱۵ دقیقې اظافه اعلان کړل سو، چي هسپانیې وار دمخه کړ او هغه وو چي هالنډ ته یې ګول ورکړ .

د هسپانیې او د هالنډ ترمنځ لوبه په جنوبي افریقا کي د “ساکر ثیټي” په سټډيوم کي ترسره سوه او هلته ۸۴۴۹۰ تنه تماشه چیان راغلي وه . همداراز د هالنډ په مرکز امستردام کي د موزیم پلاین نومي ځای کي شاوخوا یولک و پنځوس زرو تنو یو ځای لوبه په ژوندۍ بڼه کتله . په دې فاینل لوبه کي رپړي “هووارډ ویبب” وو .
هېره دي نه وي چي دهسپانیې او هالنډ د تکړه ټیمونو تر منځّ په وروستی لوبه کي د جنوبي افریقا پخواني ولسمشر نیلسون منډېلا (۹۲ کاله) هم ګډون کړئ وو.

د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د فیفا فټبال نړیوالي لوبي چي د روان کال د جون دمیاشتي په ۱۱ – مه نېټه پېل سوي وې، نن یکشنبه د جولای د میاشتي په ۱۱ – مه نېټه پای ته ورسېدې . لوبي ټوله په جنوبي افریقا کي ترسره سوې او په عیني حال کي په جنوبي افریقا کي د غریبانو  او د کمو امکاناتو حالات تر نړیوالو پوري يو ځل بیا ورسېده او د نړیوالو پام ورته راواوښت . تر نړیوالو پوري په ډېره ښکاره توګه ددې حالاتو رسېدل په دې معنی دي چي هلته به په ډېره کمه موده کي د خلګو سره مرسته وسي .



د هالنډ ملي لوبډله



د هسپانیې ملي لوبډله



 

 

  

 

 

 

 

Copyright Larawbar 2007-2024