کور / سپورټي / هسپانيې د ٢٠١٠ کال د فټبال اتلولي وګټله

هسپانيې د ٢٠١٠ کال د فټبال اتلولي وګټله

د فټبال د نړۍ والو سياليو وروستۍ لوبه نن د هسپانيې او هالنډ هيوادونو ترمنځ وسوه، چي د هسپانيې لوبډلي وګټله.
هسپانيې د لوبي شروع پر هالنډي لوبغاړو په حمله باندي وکړه، او د لوبي په لومړۍ نيمايي کي د هالنډي لوبغاړو چنداني خوند نه وو، خو په دوهمه برخه کي هالنډ هم څو پرله پسې حملې وکړې.
په نننۍ لوبه کي د ٢٠١٠ کال د نوري هري مسابقې په نسبت لوبغاړو ته ډېر ژيړ کارډونه ورکړل سول، خو د هالنډ يوه لوبغاړي سور کارډ هم وليدئ چي له لوبي څخه و ايستل سو.
د لوبي په ټاکل سويو نوي دقيقو کي کومي ډلي ګول ونسو کړاى، چي د اضافي ٣٠ دقيقو په ٢٦ – مه دقيقه کي د هسپانيې لوبغاړي د خپل ټيم په ګټه يو ګول وواهه.
هسپانيه چي د اروپا اتلولي يې هم ګټلې دا يي لومړى ځل دئ، چي د فټبال په تاريخ کي پايلوبو ته وزي او بيا اتلولي پسي ګټي.
هسپانيې د ٢٠١٠ کال د سياليو لومړۍ مسابقه له سويس څخه وبايله، خو وروستۍ يې د اتلولۍ له جام سره وګټله.