کور / تازه خبرونه / په زابل کی شپږنیم کیلو هیروین ونیول شول

په زابل کی شپږنیم کیلو هیروین ونیول شول

 


 


 


ددغه ولایت دمخدره موادو په وړاندی دمبارزی چارواکی وایی چی شپږنیم کیلو هیروین یی هغه محال
ونیول کله چی په یوه سراچه ډوله موټر کی دری ناستو کسانو چی غوښتل یی دغه مواد دکابل نه کندهار ته ولیږدوی ددوي له خواونیول شول دزابل دامنیه قومندان جنرال محمد يعقوب زابلی په وینا چی نیول شوي کسان دهلمند ولایت اوسیدونکی دی او په خپلو جرمونو یی ا عتراف کړی چی دده په خبره نوموړو مجرمینو ته به قانونی سزا ورکوی .او یاشوی مواد به دقانونی مراحیلو ورسته  وسوزوي نموړي زیاتوی چی دوی به هیچا ته اجازه ورنه کړی چی دمخدره موادو کاروباروکړی .داپه داسی حال کی  ده چی ځه موده وړاندی دافغانستان ولسمشر اعلان کړی وو چی نور به ددی هیواد دکوکنارو کښت اوقاچاک له مینځه وړی خو  کله چی څوک ګوری نه تر دی مهاله دکوکنارو کښت له مینځه تللی او نه هم قاچاک ، دیادولو وړده چی زابل ددی هیواد یو دهغو ولایتونو څخه دی چی دمخدره موادو کاروباردنورو ولایتونو په پرتله په کښی کم دی