کور / سپورټي / کندهار: پرونۍ لوبه د احمدشاه بابا ليسې لوبډلي وګټل

کندهار: پرونۍ لوبه د احمدشاه بابا ليسې لوبډلي وګټل

په کندهار ښار کي په روان فټبال ټورنمينټ کي د تيري ورځي لوبه چي د ځوانانو او احمد شاه بابا د ليسې د لوبډلو تر منځ ترسره سوه يو د درې په وړاندي د احمدشاه بابا د ليسې د لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده.
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي هم په کندهار ښار کي د چمن او هلمند څخه د راغلو لوبډلو او د کندهار ښار د دوو لوبډلو تر منځ په سيالو کي هم د احمد شاه بابا د ليسې د لوبډلي اتلولي په برخه سوه.