حامد کرزي د برتانوی پوځیانو پر وژنه تأسف وښود
د « بی بی سی » نړیواله څانګه خبر ورکوی چی حامد کرزي نن د هلمند په نهرسراج کی د یو افغان عسکر لخوا د درو برتانوي پوځیانو د وژلو او شپږو نورو د زخمی کولو له امله خپل تأسف ښکاره کړ او بخښنه یې وغوښته . خبر زیاتوی چی د امریکا لوی قوماندان جنرال ډیویډ پترس هم خپل غم او ویر وښود . خبر زیاتوی چی دا تر اوسه معلومه نه ده چی آیا دغه افغان عسکر نوموړی برتانویان قصدأ ووژل او که دا یوه تصادفی او اشتباهی پیښه وه .
خو که تیرو ورته حملو ته ځیر سو او دلته د ۳ پوځیانو وژل او د ۶ نورو زخمی کول عمیقأ مدنظر ونیسو ، نو ثابته به سی چی دا یوه عمدی او قصدی حمله وه . په دې سره د برتانوی پوځیانو تلفات ۳۱۷ ته ورسېدل .