کور / تازه خبرونه / ښاروالۍ دپروسږ کال سيلاب ځپلې سيمې وکتې

ښاروالۍ دپروسږ کال سيلاب ځپلې سيمې وکتې

د دلوې ٢١ مه،


دکابل ښاروالۍ،دښاري خدمتونومطبوعاتي دفتر:



دکابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزي خواخوږي، په ١٦ مه ناحيه کې داړوندوچارواکيو اوځائي وګړيوپه ملتيا له هغې سيمې نه ليدنه وکړه،چې تېرکال دسيلابونو له امله زيانمنې شوې وې.



ښاغلي غرزي خواخوږي،له ځائي وګړيوسره خبرې وکړې اودهغې سيمې دپرېښودو هيله يې ترې وکړه،چې تېرکال سيلابونو وړې وه.



هغه وويل،چې د(شورا کلا) په سيمه کې کابو شل کورونه داسې دي،که وران نشي او پرځاى يې دسيلاب په وړاندې  پولې جوړې نشي نو دسږني کال سيلاب به يې يوسي او نورې کورنيو ته به هم زيان واړوي. 



د دغې سيمې اوسېدونکيو، دسيمې دپرېښودو خبره منلې او کابل ښاروالۍ ورسره ژمنه کړې،چې ددغوکورونو په بدل کې به، له سکېج او براورد نه وروسته په نويو پروژو کې ځايونه ورکوي. 



ديادونې ده،چې له يوې مياشتې راهسې دکابل سيند پرغاړه دنېزونو دمخنيوي لپاره هلې،ځلې پيل شوي اودسيند پر غاړه ، په ځانګړې توګه په ١٦ مه ناحيه کې پولې اچول شويدي.