اکثر اوقات کریکټ په فکر او پلان ګټل کیږي

د لراوبر اداره | جولای 15th, 2010


د خواشینی خبره ده چې د افغانستان دکریکټ ټیم دلومړي ډویژن په لوبو چې همدا اوس په هالینډ کې دوام لري دلومړی او دوهم مقام لکه څنګه چې ټول نړی ورته سترګې په لاره وه حاصله نه کړه . خو مایوسه کیږو به نه ځکه چې زمونږ لوبډله لا ډیر ځوان اودومره دنورو په شان د تجربې خاوند ندي خو دوخت په تیریدو سر به انشالله ښه کیږي .

کریکټ نه یواځې دا چې فزیکي لوبه ده ، د دماغ کارول هم په کې ضرورې او حتمي وي ، په مختلف حالاتو کې مختلف طور او طریقې په کارولو سره کریکټ ګټل کیږي .

زمونږ بیټسمینانو متعاسفانه په څو میچونو کې ډیر په ډار ډار سره لوبه وکړل، هریو سره همدا ډار وو چې زر اوټ نشي یوهم دډیروڅلوریزو او شپږیزو دوهلو هڅه ونه کړه . خو ټولو ته څرګنده ده چې کریکت اکثرا په شپږیز او څلوریز ګټل کیږي .

زمونږد ټیم ډیر کسان دسکاتلیند سره په لوبه کې داحتیاط سره سره بیا هم په دوه او درې منډوکې اوټ شول . په کریکټ کې خو دا کار شته کله کله بخت یاري نه کوي او ډیر ښه ټکړه بیټسمینان هم په صفر کې اوټ کیږي خودوې خپله حوصله دلاسه نه ورکوي. اول دوهم دریم او حتا څلورم بیټسمینان ډیر کوښښ کوي چې ډیر څلوریزه او شپږیزه ووهي ځکه په سنګل منډو اخیستل کریکټ ګټل آسانه نه ده .البته په ټیسټ میچونو او لوبو کې بیا بیله خبره ده .

اوپننګ بیټسمینان دهمدې دپاره دي چې په ډیر زړورتیا لوبه وکړي ، کله کله خو تر څلورو بیټسمینانو پورې ټیمونه په ډیر تیزي سره لوبه کوي ترهغه چې درې یا څلور بیټسمین دلاسه نه وي ورکړی همدا کار دوام پیداکوي او دښمن ټیم ته داسې یو هدف ورکوي چې غاښ ماتونکې وي ، که چیرې پدې جریان کې دری یا څلور کسان زر اوټ شي او ډیر اوورز هم پاتې وي بیا کریکټ یو بل شکل ځان ته اختیاروي ، پدې وخت کې نو بیا احتیاط څخه کار آخیستل غلط کار نوي . خو زمونږ ټیم په یو لوبه کې سره ددې چې شپږ لوبغاړي ریزرف درلودل او ۱۵ اوورز ورته پاتې وه په ډیر ډار، ډار سره لوبه کول خوبیا هم په ډیرمشکل سره دوې لوبه وګټل . که دا طریقه او دارنګ لوبه دوام پیدا کړي، زه فکر نه کوم چې مونږ به دهندوستان او پاکستان غوندې ټیمونو څنګ ته ودریږو . آسترالیا ، انګلینډ ، پاکستان هندوستان اونور ټیمونه چې دې مقام ته رسیدلي دي هریو بیټسمین یې په (۵۰)پنځوسو بالونو کې سینچري یا سلیزه جوړوي خو زمونږ یو بیټسمن په یوه لوبه چې څو ورځې مخکې تیره شوه ۵۵ بالونوکې کې ۲۸ منډې په ډیر کړاوسره جوړکړ. زه دا نه وایم چې زمونږ لوبغاړي ټکړه او با استعداده ندي . دوې ډیر با استعداده دي ځکه دوې په ډیر کم وخت ځانونه دې مقام ته رسولي .خو یو مشکل لري او هغه دا چې تجربه نلري او دا دوخت په تیریدو سره حاصلیږي ،دوې یو څه وخت ته ضرورت لري ترڅو تجربه خپله ددوې حوصله افزایې وکړي اوهریو دخپل تجربې سره بیا دکیپتان او دټیم سره مرسته وکړي .اګرچې دا د یو ښه لایق او با تجربه کوچ او کیپټان کار دی چې یو ټیم څنګه لارښوونه کوي خو په کوم ځایونوکې چې دهغه فکر ونه رسیږي بیا دا نور تجربه لرونکي لوبغاړې ورسره مرسته کوي .لکه په آسترالیاکې چې( ریکي پواینټنګ) کیپتان وو (شین وان) او (آدم ګلیلکرست) ورسره مرسته کوله .

زما ښه په یاد دی چې حمید حسن د۲۰/۲۰ورلډ کپ ۲۰۱۰ نه وروسته کله مو چې سوت افریقا ته لوبه بایلوده وویل : (که چیرې ټول لوبغاړې زما په شان په زړورتوب سره لوبه کړای وای دا لوبه مو ګټلې وه ) . ډیرخلک په آسترالیا کې ورسره په دې خبره موافق دي .

اوس نو زمونږ ټیم ته دا پکاردی ترڅو په خپل تیروتنو ځانونه پوه کړي ، او نوو تاکتیکونو نه ځان خبر کړي نو بیا بری ددوې تر قدمونو لاندې دي .

تاسې وګوری چې دآیرلینډ ټیم دتیر کال په پرتله سږکال څومره ښه لوبې وکړل . زمونږ لوبغاړې هم کولای شي چې دتیر شوو غلطیانو څخه پند واخلي او دنوو تجربو نه زده کړه وکړي او ځانونه دنورو مشهورو ملکونو لوبغاړوځای ته ورسوي .

یو ټیم ترڅو چې خپل اصلي هدف ته رسیږي ترهغې به ډیر داسې ترخه اوخواږه مزلونه وهي.
په ډیر کم وخت چې زمونږ تکړه لوبغاړې ځان دې مقام ته رسولي دي که دپلان شوې کریکټ په لورې قدم واخلي ، انشا الله دهریو لوبې دګټلو توان او استعداد په دوې کې شته . کامیاب کریکټټر هغه څوک دی چې په کم توپونوکې ډیر منډې جوړکړي ، لکه ( شاهد افرید ي) . څوڅوځله په ډیر کم پالونوکې زیاتې منډې جوړکړی ، خو کله کله داسې هم شوی چې شاهد په صفر ( duck ) سوځیدلی ، خو لکه څنګه چې ګورو دهغه جرئت او زړورتیا ده چې هغه یې نن دکیپتانی مقام ته رسولی او په ټوله نړی کې( دبوم ، بوم ) په نامه شهرت لري .

دنوروبریالیتوبونوپه هیله.

په درناوې ( شکرالله طاهري سیدني آسترالیا )

Copyright Larawbar 2007-2024