کور / کره کتنه / … لیکوالو ته سپارښتنه

… لیکوالو ته سپارښتنه

له زرغون څخه په مننه او نورو لیکوالو ته سپارښتنه

په ټول افغان پښتو ویب پاڼه کې مې د ښاغلي لال پاچا ازمون په هکله د ښاغلي زرغون لیکنه ولوستله. لیکنه تر ډېره له ننګرهار ولایت څخه ولسي جرګې ته د ښاغلي ازمون په ښېګڼو را څرخېدله. د نوموړي په تېرو کړنو یې رڼا اچولې وه، د هغه د شخصیت ځینې ښېګڼې یې یادې کړې وې. داسې منطقي تسلسل یې ورکړی وو چې که ما په ننګرهار کې د رایو ورکولو حق لرلی، نو په ایمان یې وایم چې ما به مې خپله رایه د ښاغلي ازمون په ګټه کارولې وه،ځکه هغه پښتو متل دی چې وایي: ړوند له خدایه څه غواړي دوه سترګې.
مابه ځکه خپله رایه استاد ازمون ته ورکړې وای چې زرغون لیکي چې: ولسي جرګې ته د ښاغلي ازمون بریا نه یواځې د ننګرهار، بلکې د ټول هېواد په خیر ده، خو په دې شرط چې د نورو سیمو او ولایتونو اوسېدونکي هم د ښاغلي ازمون په څېر د رښتینو نوماندانو تر شا ودرېږي، د هغوی په ملاتړ خپلې رایې وکاروي، شخصي علایق او مسایل په پام کې ونه نیسي. د ښاغلي زرغون په باور دا به یوه لویه بریا ، نېکمرغي او لاسته راوړنه وي.
زه له ښاغلي زرغون سره یوه خوله یم او د دې ارزښتناک نظر ملاتړ یې کوم. نه یواځې ملاتړ، بلکې کور ودانی ورته وایم چې په دې اساس او ارزښتناک پړاوو کې چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هلې ځلې تر پخوا چټکې شوې دي داسې یو مهم بحث را ونښلاوه. دا ډېره مهمه ده په تېره د هېواد لوستي، روڼ اندي، لیکوال او شاعر قشر ته ډېره مهمه ده. ان تر دې چې دا د دوی له لویو دندو او وجایبو څخه ده چې د ښاغلي زرغون په څېر د هغو ملي، ژمنو، ایماندارو او خواخوږو افغان نوماندانو په هکله لیکنې وکړي چې واقعاً له افغانانو او افغانستان سره د زړه له تله مینه لري. د افغانانو سوکالي او د هېواد پرمختګ یې یوازینۍ هیله او ارمان دی.
رسنیو ته هم ښايي چې د مبتذلو ډرامو او خپروونو په څېر داسې پروګرامونه وړاندې کړي چې له هېوادوالو سره د ولسي جرګې د استازو په ټاکلو کې مرسته وکړي، ‌ذهنونه یې ور روښانه کړي، د استازو ګټور پلانونه او پروګرامونه تشریح کړي، په ځانګړې توګه د راډیويي یا غږیزو رسنیو رول په دې ډېر د پام وړ دی، ځکه چې راډیويي خپرونې د هېواد هرې لیرې پرتې سیمې، کلي او بانډې ته ځان رسولی شي، هېوادوال هم راډیويي خپرونو ته ډېر او اسانه لاسرسی لري. د هېوادوالو د سواد کچې ته په پام سره هم د راډیويي خپرونو اغېز ډېر او جوت دی.
نو د رسنیو ټولو ښاغلوچلوونکو او لیکوالو ته ښايي چې په پوره ایمانداري هغه نوماندان ولس ته د رایو ورکولو لپاره ور وپېژني چې سبا ولس هغوی ته د رایو په ورکولو پښېمانه نه وي. یانې داسې څوک نه وي چې د ولس په هیلو او ارمانونو لوبې او سودا وکړي. دا ځل باید افغانان ډېر په دقت ګام پورته کړي. د تېرو وکیلانو له کړنو څخه په تجربې، ګټې او زده کړې باید دا ځل افغانان هغه چاته رایه ور نه کړي چې د یو څو ټنګو په بدل کې له خپلو ټولو ارمانونو او شعارونو څخه تېر شي.
داسې وکیل او استازی مو هم پکار نه دی چې کرۍ ورځ د خپلو خپلوانو د پاللو، پر دندو ګومارلو، بهر ته د استولو او نورو امتیازونو په موخه د هر وزارت او چارواکي ورونه ور ډبوي، یواځې د خپل ځان، کورنۍ او قوم په هکله فکر کوي، ځکه دوی ولسي جرګې ته یواځې د خپلې کورنۍ، خپلوانو او اړیکوالو د اړیکو له برکته نه دي تللي، بلکې ډېرو هېوادوالو ورته رایه ورکړې، نو باید چې دوی یواځې ځاني نه، بلکې د ټولو خلکو ستونزو ته پام وکړي، د دوی غږ تر چارواکو او مسوولینو ور ورسوي.
ولسي جرګې ته د زورواکو، ټوپکیانو، جنګسالارانو او هغو وکیلانو ورتګ هم بې ځایه دی چې کرۍ ورځ د پردیو یانې ایران، پاکستان او نورو د خوشالولو او د هغوی دګټو د پرځای کولو په فکر کې وي. یا په پارلمان کې مسایل او قوانین یواځې د ژبنیو او قومي علایقو له مخې څېړي. لکه محقق، ریګیستانی، فوزه کوفي، صبرینه ثاقب، فراهي، بهزاد او یو شمېر نور وکیلان چې کرۍ ورځ په رسنیو کې په همدغو بې مانا بحثونو تېروي تر څو د لا ډېرو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره خپلوکورنیو او بهرنیو بادارانو ته خپله ژمنتیا وښیي.
استاد رشاد دې خدای وبښي هغه به تل همدا ویل که غواړﺉ چې رښتینی خدمتګار پیدا کړﺉ، نو د خلکو له منځ څخه داسې یو څوک غوره کړﺉ چې هغه په خپله ډېر دردېدلی وي، ستونزې او کړاوونه یې ګاللي وي،ځکه هغوی د ولس هره ستونزه او درد احساسولی او د حل او له منځه وړلو لپاره یې رښتینې هلې ځلې کولی شي.
ارواښاد استاد به د بېلګې په توګه د محمدهاشم میوندوال صیب نوم یاداوه چې همداسې یو څوک وو. د ټولنې له ډېرو دردېدلو انسانانو څخه وو. له همدې امله یې د ژوند تر پایه افغانانو او افغانستان ته صادقانه خدمت وکړ.
که چېرې زموږ درانه هېوادوال د چا په پیسو، شتمنیو، منصبونو، زور، خاندان او نورو تېر نه وځي او لکه ښاغلي زرغون چې ویلي دي هغه چاته رایه ورکړي چې د استاد ازمون په څېر د هېواد رښتیني بچي او خواخوږي وي. واقعاًد ولس د خدمت تومنه او وړتیا ولري، نو که داسې وشول، نو بیا به د خدای په مرسته او د رښتینو استازو له برکته هېوادوال له ډېرو ستونزو څخه په شوي وي ، نو له ټولو ښاغلو لیکوالو څخه مې همدا هیله او غوښتنه ده چې په دغه ارزښتناک او د ثوابونو په کار کې په پوره اخلاص ونډه واخلي، د هېوادوالو ذهنونه روښانه کړي. د وړ او رښتینو خلکو وړتیاوې او کړي خدمتونه بیان کړي، تر څو د خلکو باور پرې راشي او د خپل یو خدمتګار او استازي په توګه ورته د باور رایه ورکړي.