کور / کتاب / د سپوږمۍ په شپول كې كتاب چاپ شو

د سپوږمۍ په شپول كې كتاب چاپ شو

د ځوان او تاند شاعر قاسم ابدال شعري ټولګه د سپوږمۍ په شپول كې په نامه چاپ شوه. دا كتاب چې د خپلواك ادبي ټولنې لخوا تازه چاپ شو ى دى په دې كې غزلي نظمونه او از اد شعرونه راغلي دي.

پر دې كتاب چې د (باختر كمپوز ځاى، كوټي) لخوا ډيزاين شوى او ترتيب شوى دى ښاغلي سليم راز، پروفيسرمحموداياز او غني خان غزنوي خپلې هراړخيزي او عالمانه ليكنې كړې دي، كه څه هم دا په زړه پورې شعري ټولګه د دې شاعر لومړۍ شعري ټولګه ده خو زياته شاعري يې خوندره او ډېره ښه شاعري ده چې په بيا بيا لوستلو ارزي.

هېره دي نه وي چې د خپلواك ادبي ټولنې لخوا په ډېر لږ وخت كې دا دريم كتاب دى چې له چاپه راوځي او دوه نور يې تر چاپ لاندي دي .