کور / شعر / ! جنګه جنګه

! جنګه جنګه

جنګه جنګه ســــوړ شــه نور


مرګ د جنګ په اور شه  نور


ورک زموږ لــه کور شه نور


څــــوک چـــې جنګوي موږه


مــخ د هغــــه تــــور شه نور


 


خدايه   مــــوږه تــــږي  يو و


وکړه   د رحمت   بــــاران                 ښه پــــه لر او بر باندې


ښکته  د شړشم  بوټي                 بره  د غــــاټــــول ګــــلان


تږي دي سلګۍ وهي                سره سره  د مرغۍ بچي


جنګه جنګه سوړ شه  نور   ورک زموږ له کور شه نور


څوک چې دې راوړي دلته     پورې  په هغو  شه  نور


 


پرېږده   د  زلمو پــــه  ځای


د ټولو برېتورو   څڼورو جنګيالو په ځای


چې پېغلې اوس راټولې   شي


ډلــــې ډلــــې زرکــــې شــــي


په غرونو کې ښــې وګرځي


 


سرې منګولې تــورې کړې      ښې ګــــورګورې ټــــولې کړي 


پرېږده   چې  د  زرکو سره  بيا پېغلې سيالي وکړي  ټپې ولي 


پرېږده چې د کليو ماشومانو ته         مماڼو نه ځولۍ يوسي


پرېږده چې  دا غوڅې غوڅې  سرې شونډې


ګــــور ګــــورو  بانــــدې  تــــورې  شــــي


جنګه جنګه سوړ  شه  نور        مرګ دستا په زور شه  نور  


  ورک زمــــوږ لــــه کــــور شه نور


راشــــه پــــه مــــات تــــېر کې   


د جومات بيا جاله جوړه کړه


هــــر سهــــار مــــلا پسې


 


نغــــمې توتــــکۍ ووايــــه


راشه زموږ  سترګو   او بڼو کې جالې جوړې  کړه


راشه چــې مــــوږ ډزو کــــاڼه  کړي  يوو


غوږ کې مـــو يو څــــو سندرې  ووايه


جنګه  کشــمالو  نه  هم ته اور غواړې


ولې د  نرګسو نه ته سکور   غواړې


وسوځې ټوپکه  چې ګل  تور  غواړې


 


خدايه  دا ترخې اوبه       بېــــر ته بيــــا شکرې کــړې


زاڼې بېرتــــه  راولې          جوړې  ترې لښکرې کړې


درستې  ملاکنډ کې بيا    پېغلو  سره  جوړې کړې


وکړه د رحــــمت باران          چې پېغلې زاڼې ووايي


د جلالا اوبه خوږې دي      د جلالا


ولږه منو            تنده منو        سپوره   ډوډۍ   قبلوو     


خو دلته کاڼو باندې ليکو  چې جنګ نور نه  منو


نور د نارنج ګلان  ګـــوليو باندې نه ولو   مونږ   


 


نــــه  شنو غــــنمو بــــاندې  اور بــــلوو


زموږ په کلیو کې جنګ مه جوړه وئ


موږه د جنګ نه نور توبه ويستې ده


زموږ ګرېوان ته ګوتې مه راوړئ  بيا


موږه تازه جنګ نــه توبه ويستې  ده 


دا ځــــل پخه موږه توبه  ويستې ده


جنګ نه تازه مـــوږه توبه ويستې  ده


— ———————————-
 م ٠ کال   ٩  –  ٧  –  ٢٠١٠
 ناروې