کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۷مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۷مه )


مکمل  غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې   ناول .
زمونږ د هیواد  ګوډ تیمور څوک  دې ؟
اوس  تاسې ددې تاریخې ناول   و ویشتمه برخه  لولئ :
*****  ۴۷
علي پاشا  او ولیعهد محمد دواړو د خپلو لښکرو سره  یو ځاې د هیلس ددریاب   هغه  غاړې ته  په  غرنیو سیموکې  پړاو کړې و . کله چې  سلطان بایزیدیلدرم  هغوې ته د په شاتګ  حکم کړې و  نو هغوې  خپل  شاته چې   کوم پړاو درلود دهغې پړاو موجود  ټول  سامان   او وسایل  یی  هم    له ځانه سره راټول کړي و  او را وتلي و. هغوې ته دداسې کولو وقفه او مهلت   په لاس  ورغلې و. ځکه  چې سلطان  ددښمن په  مخکې  لکه د سپر په څیر  ولاړ  و او  نه یې پريښود  چې ددوې  په لور   یرغل وکړي . علي پاشا او  ولیعهد محمد د همدې  موقع  نه په  ګټي  اخستلو سره   د خپل پړاو  ټول  شیان را ټول کړي و او د هیلس  ددریاب  څخه تیر او په غرنیو  لمنو کې یې پناه  اخستې و.
اوس  نو ددوې دواړو  سره  نژدې  اتیا زره  وسله  وال  فوځ  موجود و . دخوراک  څښاک   پوره  زیرمي  یې  هم  له ځانه  سر درلودې ، نو په دې خاطر  دوې همدلته په دې غرنیو  سیموکې پړاو  وکړ او   د حالاتو  د معلومولو  له پاره   منتظر  پاته  شول.
*****  ۴۸
یوه  ورځ  علي پاشا او  ولیعهد محمد د ماښام د لمانځه د اداء کولو  څخه  فارغ  شوي واو دخپلې  خیمي په لور  روان و  چې  څوکسه  اسپ سواره   په  ځغاسته  تر  دوې  را  ورسیدل. کله چې   را نژدې  شول نو علي پاشا  او ولیعهد محمد هغوې  و پیژندل  چې ددوې مخبران دي ، د رارسیدو سره  سم دوې د خپلو اسونو  څخه را ښکته شول  ، علي پاشا او  ولیعهد محمد هم په خپلو  ځایو کې  و دریدل،  دراتلونکو څخه  یوه  یې  علي پاشا او ولیعهد  محمد  ته  وویل  چې :
مونږ تاسې دواړو  ته  څه ډیر  بد خبرونه  راوړي دې ، لمړۍ   خبر دا چې  سلطان بایزید  یلدرم  نیول  شوي دې ، هغه د خپلې  برخې  د لښکر  سره یو ځاې  ددښمن صفونه  سره  مات کړل او دخپل ځان د  راویستلو هڅه  یې وکړه  خو  تر دې وخته پورې دښمن  دهغې   څخه را  چاپیر شوې و، نو په دې  خاطر د سلطان بایزیدیلدرم  د  راوتلو هڅه  د ناکامۍ  سره مخ  شوه ، دهغه  د لښکر  ډیره  برخه  له تیغه  تیر کړل  شول .او سلطان بایزید  د  څه نورو کسانو  سره یو ځاې  د تیمور  د لښکر  په واسطه ژوندې و نیول  شو . اوس  تیمورلنګ  هغه  په هغه  اوسپنیزه  پنجره  کې بند کړې  چې د خپل سفر  په دوران کې یې  په اوښ  یا آس   باندې د ځان  له پاره  استعمالوی ، داسې و ګڼئ  چې  سلطان  بایزید یلدرم د تیمور  لنګ  بندي دې .
د سلطان بایزیدیلدرم  کوم   کسان  چې  ژوندي نیول  شوی   په هغوې  کې  برهان الدین   هم دې . ویل کیږي  چې برهان  الدین د تیمور لنګ  سره کتلي دي  او دهغه  څخه یې غوښتي تر څو د سلطان  بایزید سره  ورته د کتلو اجازه ورکړی ، تیمورلنګ  هغه ته د سلطان سره د کتلو  اجازه ورکړې  ده ، برهان  الدین د سلطان سره وکتل او دهغه  سره یې پوره  خبرې هم کړي دي . او  اوس دا هم  ویل کیږي  چې برهان  الدین  ازاد  شوې دې ، دهغه سره  زمونږ د لښکر نیول  شوې  ټول  کسان ازاد  شوي دي  او اوس  ټول د برهان الدین سره یو ځاې  د بروصې  په لور  تللي دي .
دا دویم  خبرو  ،  دریم  خبر دادې  چې  ستاسې  ددواړو  د په شا تګ  وروسته ، تیمور لنګ د خپل  سالار  نورالدین په  مشرۍ  دوه  لکه  فوځونه  په بروصې باندې  د  یرغل  له پاره استولي و . نور الدین  دخپلو دوو  لکو  فوځونو  سره  بروصې ته رسیدلې ،  خو  ویل کیږی  چې   نورالدین  ډیر نیک  انسان دې ، ښه  جنګي  پوهه  لري ،او دمذهب  او ملت  غم خوړونکې  انسان دې ، که  څه  هغه دتیمور لنګ  حکم و منوده ، خو هغه دخپل لښکر سره د بروصې  ښار ته ور  ننه  نه وت  او نه  یې  دبروصې په ښار  باندې  یرغل وکړ . هغه د بروصې په ښار کې یواځې د عثماني  سلطنت پر  خزاني  باندې ولکه وکړه ،او دسلطان بایزید  د حرم  ټول  وګړي  یې بندیان کړل او  له  ځانه  سره یې یوړل . دحرم  ښځینه  بندیانې او خزانه  یې  ټوله  تیمورلنګ  ته  ور سوله ، دا د نور الدین شرافت او دهغه د دین اومذهب  سره  نژدې والې و  چې هغه  نه دبروصې په  ښار  کې  عامه وژنه  وکړه او نه یې ښار  لوټ او تالا کړ  او نه یې خپل لښکر ته ددې  لوټولو او تا لا کولو  موقع  برابره کړه .
څلرم  خبر دادې  چې  : په  جنګ  مونږ ته د ماتې  راکولو  وروسته  تیمور  لنګ  خپل  قاصدان   قسطنطنیي ته استولې   او  د اروپا  هغه  حکمرانان  چې په قسطنطني  کې  زمونږ او دتیمور  لنګ د  جنګ  د  سیل او پایلو  له پاره  را ټولو  شوي  و  ، بلنه ورکړي  چې  هغوې دې د تیمورلنګ  سره  یو ځاې   د دې ستری  سوبې  په  جشن  کې  ګډون  وکړي . ځکه چې د اروپا  د حکمرانانو  څخه  علاوه  روسانو هم دتیمور لنګ  ملاتړ  کړې دې . دتیمورلنګ ددې  بلنې په  ځواب کې  ګڼ  شمیر  نصراني حکمرانان د  تیمورلنګ   فوځ  ته  ورسیدلي دي   او اوس  به  دوه ورځی وروسته  جشن  جوړیږي .
 ددې  ټولو خبرونو په اوریدو سره  علي پاشا دواړو  مخبرانو  ته وکتل او  دهغوې  شکریه   وکړه  او بیا ورته وویل :
زه  ستاسو  ډیر زیات ممنون  یم  چې تاسو  دومره  مهم خبرونه  تر مونږ پورې  را ورسول ، اوس  تاسې  لږه  شیبه  دلته  تم  شئ ، زه همدا  اوس دخپل ورور  محمد  سره  خبرې کوم  بیا به تاسې  ته ووایم  چې  تاسو ددې ځایه د تللو وروسته کوم کارونه  باید  تر سره کړئ.
 ددې  وروسته علي پاشا  د ولیعهدمحمد په   لورې وکتل  او  ورته یې وویل :
محمده !  زما وروره !  زه  په  دې  خبره  ډیر  خفه  او غمژن  یم  چې  مونږ د تیمور  لنګ د لښکر په مقابل کې ماتې خوړلې  ده ، اودا  چې  اوس  خبر  راغې  چې  زمونږ سلطان هم  د تیمور  په  لاسو کې بندي دې  ، اوتیمورلنګ  هغه   په  اوسپنیزه   پنجره کې  بند کړې دې ، نودا  خبر زمونږ په  مصیبتونو کې  نور  هم  ډیرښت  راوست . وروره !  زه غواړم  یو کار وکړم ، زه دهغې  تفصیل تا ته وایم او بیا  ستا راې پرې  غواړم 
وروره !  زه  ددښمن  نه  دانتقام اخستلو پرته  بروصې ته  نه ځم ، داسې  وګڼه  چې  دا  زما  عادت  دې ، زما طبیعت  او زما  فطرت  دې .  محمده   زما  وروره ! تاته   څرګنده ده  چې  هغه   وخت  چې مونږ د تیمورلنګ  په    تعقیب  پسې روان  و  نو تیمور لنګ  ته  زمونږ ددې  تعقیب  په  هکله معلومات  نه و . هغه د انقرې په ښار  باندې  یرغل  و کړ او د ښار د نیولو  هڅې یې وکړې ، هغه  په  هغه  وخت کې په  همدې  هڅو  کې  و  چې  جاسوسانو  یې خبر ورکړ  چې   مونږ  دهغه په  تعقیب کې  را روان یو . ددې خبر په اوریدو  سره  سم تیمور لنګ دهغه ځایه و تښتید ، اولري  یې په  پراخه میدانونو کې پړاو وکړ  او خندقونه  یې وویستل ، خو بیا هم دهغه په  زړه کې د انقری  د نیولو  هیله   همغسې   پاته ده . اوس  زه غواړم  دهغه دا  هیله  را وپاروم .
ته  پوهیږې  چې په  انقره کې زمونږ  یو لښکر  موجود دې ، اودهغې ځاې ښاروال  هم ډیر  شجاع او زړه  ور  انسان دې ، زه  همدا نن  شپه د خپل لښکر  سره یو ځاې ددې  غرنیو سیمو  څخه  وځم ، د هیلس  ددریاب  څخه تیریږم  او دانقری په  لور  ورځم .  محمده وروره ! ته دخپل لښکر  سره همدلته اوسه ، زه د انقري  ښار ته  ور ننوځم . تر لږه وخته  هملته  پاته کیږم ، اود  بلې  دروازې  څخه را بیرون کیږم او بیرته ستا لورې ته راځم  . اوس  به ته دا پوښتنه  کوی  چې د شپې په تیاره کې د خپل  لښکر  سره یو ځاې ددې  ځایه   وتل او انقرې  کې  ور  ننوتل  اوبیا هلته  لږ وخت   پاته کیدل  اوبیا  د بلې  دروازې  څخه  بیرته  راوتل   او بیرته  دلته  راتلل د کوم  عاقل سړي کار دې او مونږ ته  به یې  ګټه  څه وي ؟
زما وروره !   په  غور  سره یې واوره  اوهغه دا چې :  کله  چې تیمورلنګ ته دهغه مخبران دا  خبر ورکوی  چې  زه ، یعنې  علي پاشا ، د انقرې ښار ته  دخپلو لښکرو  سره  را ننوتې یم  نو زما انقري  ته ورتګ  به د تیمور لنګ  سالاران  او لښکر دخپل  ځان  له پاره  خطر  احساس کړي ، اودا فکر به وکړي  چې  زه  کوم وخت  د انقری د ښار  څخه  را ووځم  او پر دوې  به  شپینۍ  حمله وکړم او دوې  به  له تباهۍ  سره مخ کړم . نو دهغوې  له اړخه  به دوه ډوله  عکس  العمل  را مخته  شي ، لمړۍ دا چې تیمورلنګ  به دخپل  فوځ  ډیره برخه  د  انقرې  لورې ته راولیږي ، اوهملته  به خپل پړاو وکړي ، نوکه  چیرې هغوې همدا سې وکړي نو زه او ته  به  دهغوې  په پړاو  باندې  حمله وکړو  او په پړاو کې  دهغوې د لښکرو  د تباه کیدو  وروسته  به   خپل  سلطان دهغوې  د  لاسه ازاد کړو .
دا خو دپلان  لمړۍ   برخه وه ،  دویم  ، دا سې  هم شونې ده  چې  تیمورلنګ  به دخپل  لښکر  ډیره برخه  هملته له ځانه سره په پړاو کې و ساتي ، او دلښکر ډیره  کمه  برخه به  د انقري  لورې ته  را ولیږي  نوکه  چیرې هغه همداسې وکړي  نوزه به دشپې په تیاره کې د تیمور لنګ  په دغه  فوځ  باندې  حمله کوم  اوزه  هیله لرم  چې زه  به دهغه دا  برخه  فوځ  له منځه یوسم . نو که  چیرې په دې  جنګ  کې ما  خپل دښمن ته ماتې ورکړه   اودهغوې لښکر  مې  ټول  له منځه یوړل ، نو پوه   شه  چې ما دخپلې ماتې  بدله واخستله .
کله  چې زه دخپل  فوځ  سره دانقرې ښار ته ور ننوځم ، نو هماغه  وخت  به  زمونږ ددې  جاسوسانو کار  هم پیل شې . هغوې به  څلورو  خواو ته خبرونه  خپاره کړي  چې  علي پاشا  او ولیعهد محمد  دواړه  د غرنیو لمنو څخه  راوتلي اودخپلو لښکرو  سره یو ځاې د انقرې ښار ته و ر  ننوتی دي. کیدائ  شې  انقرې ته  زمونږد  ورننوتلو  خبر  د تیمورلنګ  لښکر ته  ونه رسیږي ، خوکله  چې  زمونږ  جاسوسان دا خبرونه  خپار کړي  نو  بیا به  ډیر ژر  تر تیمور  لنګ پورې  ورسیږي .
 په دې وخت کې   مونږ خپلو جاسوسانو ته   چې همدا  اوس  زمونږ تر مخ  ولاړ دي   ، دا دنده  ورسپارو د خپلو ملګرو   سره یو  ځاې  چې  د انقرې د ښار په  چار چاپیر کې  چې د  دښمن  څومره جاسوسان په  نظر ورځي هغوې  له منځه یوسې ، ترڅو  دښمن  ته  په   هیڅ  صورت دا خبر و نه  رسیږي   چې زه  د انقري  دښار په   یوې  دروازې  ور ننوتې  او دبله څخه وتلي یم . دا  جاسوسان  به  په دښمن  ډیر کلکه  څارنه کوي  او  زما ددې  عمل څخه  چې  د دښمن په   لښکر کې  څه عکس  العمل  راپيدا کیږي دهغه څخه به ما خبروي.
کله  چې  علي پاشا خپله خبره  بس  کړه نو تر یوه وخته پورې  هلته  چپه چپتیا وه ، بیا ولیعهد محمد په خبرو پیل وکړ  او ویی  ویل :
 علي پاشا  وروره !  کوم  پلان  چې تا وړاندې کړې  ، واقعا چې  هغه ډیر زیات  د ستایني وړ  دې . اوکه  چیرې مونږ پر هغه  باندې په  عمل کولو موفق  شو نو  زه پوهیږم  چې مونږ د تیمورلنګ  څخه د خپلې  ماتې بدله واخستله ، بیا ګوره  وروره ! ددښمن په  پړاو او یا دانقرې په  شاوخوا کې  ددښمن په  لښکرو باندې  به د حملې  پلان او طریقه  څه ډول وي ؟
د جنګ   طریقه  اوتکلاره  به دواړه  ورورنه  یو د بله سره کینو او جوړه  به یې کړو . لمړۍ  به دا ووینو  چې د انقرې  ښار ته  زمونږ د  ورننوتلو  وروسته د دښمن  عکس العمل  څه ډول دې؟ ایا مونږ   دهغوې پر  پړاو  باندې حمله وکړو او یا د انقري  دښار په  اطر افو کې  د هغوې په لښکر  باندې شپینۍ  وینه تویونکې  برید وکړو . هر څه  چې  مونږ ته  مخته راغلل  نو دواړه  ورونه  به دهمغه په  مطابق  د جنګ  پلان  جوړ کړو . علي پاشا  په ډیر ډاډ سره  داخبرې  ولیعهد محمد ته  کولې .
په   دې وخت کې علي پاشا مخبرانو ته مخ کړاو  ورته یی  وویل   چې :
تاسې د لږ ځند وروسته د  انقرې په لور  ولاړ شئ ، ښاروال ته زما له اړخه  پیغام  ورکړئ  چې زه  به ډیر  ژر  د خپل  لښکر سره یو ځاې د ښار  جنوبي  دروازې  ته راځم  نوهغوې دې  هغه دروازه پرانزي ، زما لښکر  به ښار ته ننوځي ، بیاد لږ وخت  لپاره  هلته تم کیږي  او بیا  به دشرقي  دروازې  څخه  بیرته  را وزي  او د غرنیو لمنو خواته  به  ستنیږي .  هغه پلان  چې ما ستاسې په شتون کې دخپل ورور ولیعهدمحمد سره  جوړ کړ ددې  پلان  ټول  تفصیل  به  د انقرې  د ښاروال  سره شریک  کړئ.
تاسو ته  یوه   دا دنده  دروسپارل شوه ، بله دنده  داده  چې  تاسې به د انقرې د ښار په  شاوخوا کې دا خبر  خپور کړئ  چې  علي پاشا او  ولیعهد محمد دواړه د خپلو  لښکرو  سره یو ځاې د غرنیو سیمو څخه را  وتلي او د انقرې  ښار ته را رسیدلې دې ، تر څو  د تیمورلنګ  لښکرو  ته  زمونږ  انقرې  ته  د ورتللو  دا خبر  و رسیږي . بیا به دهغوې دعکس العمل انتظار  کوو،اوس  تاسې دددې ځایه  د انقرې په  لور  کوچ وکړئ .
ددې  خبراو پریکړې  وروسته  ، مخبرانو دعلي پاشا او  ولیعهد محمد سره بیا بیا  خداې پاماني وکړه ، بیا په خپلو اسونو سپاره  شول اودهغه ځایه ولاړل . دهغوې دتګ  نه وروسته  ،علي پاشا هم دخپل  فوځ  سره دغرنیو  سیمو څخه کوچ  وکړ، په  ډیره  پټه توګه    د هیلس  دریاب  څخه تیر  او د انقري په  لور  وخوځیدل.
***** ۴۹
کله  چې  علي پاشا د انقرې  د ښار  جنوبي  دروازې ته ورسید نو هلته په لوړ  برج کې  د انقري  ښاروال د شپې  په  تیاره غوني  کې  د علي پاشا  او دهغه د  لښکر  څارنه کوله ، علي پاشا  پر خپل  آس  سپور،  چې کله د انقرې دښار  جنوبي دروازې  ته را ورسید نو هغه څراغونه  چې  په برج او  دیوالونو باندې  روښانه و  دهمغوې په  رڼا کې  ښاروال  علي پاشا  و پیژانده ، بیا نو د ښاروال  لوړ  غږ  تر غوږو  شو .
دروازه پرانیزئ !!
هغه د انقرې دښار دجنوبي  دروازې   ساتونکو ته  په  حکمي توګه  دا خبره وکړه. دحکم سره  سم دروازه  پرانستل شوه ، په  دې وخت کې ښاروال  د پاتخو  څخه  را ښکته شو او لاندې  راغې ، کله چې  علي پاشا په خپل  آس  سپور په  ښار کې و ر ننوت نو  ښاروال  په یوه منډه  هغه  ته ور  ورسید. علي پاشا  د آسه  را ښکته شواو ښاروال ته یې  غاړه  ورکړه ، بیا دواړه  یوې  خوا ته و دریدل  ، او دلښکر د  راننوتلو  څارنه یې کوله ، کله چې ټول  لښکر  ښار ته را ننوت  نو دښار دروازه د پخوا په څیر  بیرته و تړل  شوه ،علي پاشا  تر  لږه  وخته  پورې خپل  فوځ  هملته  په  پراخه میدان  کې د پړاو او ارام کولو  له پاره  پریښود  اوتر څنګ  ولاړ  ښاروال ته یې  وویل : 
دکوم مقصد  له پاره  چې  زه دلته انقرې  ته  راغلې یم نو د هغه  څخه  ته لا دمخه خبر یې ، زه دلته  نه  تم کیږم . لږه شیبه وروسته  به زه د شرقي دروازې  څخه  بیرته ووځم ، اوبیرته به دهیلس  دریاب  څخه تیر شم  او دغرونو لمنې  کې به  ورننوځم  او دخپل ورور  ولیعهد محمد سره به یو ځاې شم . مونږ ته خبر را رسیدلې او تا ته به  هم داخبر  را رسیدلې وی ، او هغه دا  چې سلطان بایزیدیلدرم یې  ژوندې  نیولې دې ، دې  ظالم تیمورلنګ  سلطان  په اوسپنیزې  پنجرې  کې  بند کړې  دې ، په  هر حال یوه خبره په ذهن کې و ساتئ  او هغه  دا چې  اوس  تیمورلنګ دخپلې  سوبې د جشن  د جوړولو  په کار  بوخت  دې ، هغه په  دې  جشن کې د ګډون  له پاره  اروپایې حکمرانانو ته  هم  بلنه ورکړې ده . کومو جاسوسانو چې  له مونږ سره په دې اړه  رابطه کړې  ده ، دهغوې دراپورونو په اساس یو شمیر  حکمرانان  د هغوې په  جشن کې د ګډون  له پاره د تیمورلنګ  د فوځ  پړاو ته  ورسیدلې دې .
زه  به  لږه  شیبه  وروسته  د خپل لښکر سره یو ځاې  له دې ځایه کوچ کوم  ، ما خپلو جاسو سانو ته  په  دې هکله  ویلي دي ، چې  هغوې دې په شاوخوا سیمو کې دا راپورونه  خپاره کړي  چې نه  یواځې  علي پاشا  بلکه ولیعهد محمد هم دخپل لښکر سره یو ځاې دانقرې ښار  ته  ور ننوتې  دي . کله چې  تیمورلنګ  ته دا خبر  ورسیږي نو هغه به د خپل لښکر یوه برخه  په انقرې باندې د یرغل  له پاره  را واستوی ، که  چیرې هغه داسې وکړي  نو زما دوسته واوره ! په  دې هکله اندیښنه مه کوه ، ته به په کلا  کې  هملته ځان  محاصره کړې  او  د ښار څخه  به دفاع وکړي ، دا چې بیرون   ددښمن سره  څه وکړل  شي  ، دا کار ماته او ولیعهد محمد ته پریږده . که چیرې  تیمورلنګ  دخپل  فوځ  یوه  برخه   دانقرې په لور  را ولیږي ، نو مونږ به  هغه  برخه په داسې حالت کې  واچوو چې کوم خداې ته منظور وي ، مونږ ته  چې کوم زیان  د تیمورلنګ  له اړخه رارسیدلې دې نو  که خداې غوښتل  نو تیمورلنګ  ته به دهغه څخه ډیر  زیان  ور  ورسوو .
که  چیرې تیمور لنګ  دخپل  لښکر  ډیره برخه  انقرې ته راواستوله ، اوهلته په خپل پړاو کې  یې کومه کوچنۍ ډله پریښوده  نو  زه به دهغې په پړاو  باندې  ورځم  او په پړاو  باندې  به  ولکه کوم او سلطان  بایزیدیلدرم به هم ازادوم . کله چې دا خبر  تیمور ته ورسیږي  نو یاد ساته  کله  چې هغه  انقره محاصره کړه نو بیا  به هغه خپله  محاصره  بیرته پریږدي ، او په دې تر تیب به زه او ولیعهد محمد  دواړه  بریالي شو او ته به هم  خوندي پاته شې ، ځکه  چې  تیمور لنګ  به د انقرې  محاصره پریږدی .  په  هر صورت  زما دوسته ، هر هغه څه  چې مخته وي  نو په هر صورت کې به ته د انقرې په ښار کې  ځان محاصره کوې . او دا چې  ستا سره دخوراک  څښاک  څه  حال دې  ؟
په  ځواب کې یې  ښاروال   په ډیرې خوښئ  سره وویل :  علي پاشا !  له ماسره دخوراک  حښاک  کافي  زیرمي  شته ، تاسې  داسې و ګڼئ چې دا  د دې ځاې د ښاریانو د اړتیاو  څخه  هم ډیر دي . که  چیرې تیمور لنګ تر درې میاشتو  پورې هم  محاصره اوږده کړي  نوبیا  به هم  زمونږ سره دخوراک  زیرمي  پاتې وې ، ما دخوراک  څښاک  یوه  ډیره ستره زیرمه  ستا  له پاره جدا کړې ده . هغه وخت  چې مخبرانو ماته   خبر راکړ  چې ته ددې مقصد  له پاره دلته انقرې ته  راځې  اوبیرته  ژر  ستنیږي ، په  همغه وخت کې ما تاته او د ولیعهد محمد  لښکریانو ته ددې  انتظام کړې و . دا خوراک  تاسې  له ځانه سره دخپل  لښکر  له پاره یوسئ .
ښاروال ددې خبرو نه  وروسته  توقف وکړ   او د لږ  څه  فکر  نه وروسته  یې وویل:
درونده  علي پاشا ! په   هغه پیداکونکې  ذات مې سوګند ! چې کله  چې  مخبرانو ما ته خبر را کړ  چې ته اوولیعهد محمد د خپلو لښکرو سره  یوځاې  دهیلس  ددریاب  څخه  تیر او په خوندي ځایو کې موپناه  اخستي ده  نو زه   خپله  خوشحالي تاسې ته  نه شم  بیانولې ، په هر حال  هغه  پلان  چې  تاسې ددښمن له پاره تیار کړې دې  نو زه  دعا کوم  چې   قدوس  خداې تاسې  په  دې پلان کې بریمند کړي ، اوس  ته  له ماسره  یو ځاې شه  تر څو تاته  هغه زیرمې و ښایم  چې ته  به  یې  دخپله ځانه  سره  وړې .
علي پاشا په  پټه خوله د ښاروال سره یو ځاې روان شو،  ددیوال  تر څنګ په  سترو  سترو  بوجیو کې دخوراک دسامان  ستر  ستر ډیري  لږیدلي  و . تر ډیره پورې  علي پاشا  د زیرمو په کتلو  باندې  ډیر زیات  خوشحالې خووله ،اوبیا یي  ښاروال ته وویلې :
زه اوس  ځم ، زما جاسوسانو  به  خپل کار پیل کړی وي اوتر لرې  لرې  پورې  به یې د دې خبرو  دخپرولو  له پاره کار کړي وي .
ښاروال  د علي پاشا  سره  په  دې  خبره   یو  و . بیا علي پاشا  خپلو لښکریانو ته حکم وکړ  چې په  یوه  یوه  آس  دوه دوه  کسان  سپاره شئ ، نو هغه آسونه  چې  اضافه  شي   په هغوې باندې د خوراک  سامان  بار کړئ، ددې خبرې سره  سم دعلي پاشا  لښکر ې د سترګو په رپ کې تیارې شوې  او په  زیاتو  شوو  اسونو یې د خوراک سامان  بار کړ. او په پاته  نیمو  یې  دوه  دوه  عسکر  سپاره  شول  او د انقرې  د ښار د  شرقي  دروازې  څخه بیرته  بیرون  ووتل .
دهیلس  ددریاب  څخه  د تیریدو نه وروسته ، دشپې په تیاره کې،کله  چې  علي پاشا دغرنیو  لمنو هغه برخې ته را ورسید چیرې  چې یې  پخوا پړاو کړې و  نو لا تر اوسه د  ولیعهد محمد  لښکرې  ویښې  وې ، او په خپله  ولیعهد محمد  هم  په ډیره  بې قرارۍ سره  د  علي پاشا او دهغه د لښکرو  انتظار کاوه ، څنګه چې   د علي پاشا لښکر  را ښکاره  شو نو د ولیعهد محمد لښکر  پرې  ډیر زیات خوشحاله شو په دې وخت  کې ولیعهد محمد  د ډیرې خوشحالۍ څخه   ورمنډه کړه او علي پاشا ته یې  غیږ  ورکړه  کله چې سره  جدا شول نو علي پاشا ورته وویل:
زما وروره ! دا سامان  چې  په آسونو باندې بار  دې ، دا ټول  د خوراک  څښاک  شیان دي ،د انقري ښاروال  مونږ دواړو ته  راکړې دې .
بیا دعلي پاشا او ولیعهد محمد  په  حکم  باندې  د خوراک  دا ټول  سامان  په  لښکریانو کې  وویشل  شو .او په خوندي  ځایونو  کې زیرمه کړل  شو .  اسونه  یې  هملته  په  غارونو کې  ور ننویستل ، او ددې وروسته علي پاشا او  ولیعهد محمد  خپلو لښکرو ته  د ارام  کولو  حکم وکړ .
بله ورځ  ماښام   ته  نژدې  د تیمورلنګ   خیمي ته دهغه  لمسي محمد ،  بل لمسې  الخ خان  ، زوې  شارخ  ااو سپه سالار   نور الدین  ور ننوتل .په دې وخت کې  تیمورلنګ په ډیره  اندیښنه کې په  خپله خیمه کې  ناست  و . ټول   خیمې ته د ننوتلو  وروسته  د تیمورلنګ  په اشاره  باندې کیناستل  ، بیا وروسته  دتیمورلنګ  دې  ټولو ته  وکتل  او ویي ویل  :
ایا تاسو  په خپل  لښکر کې کوم خبر اوریدلې دې ؟
د تیمور لنګ  ولیعهد او لمسي  محمد ورته په  ځواب کې وویل :
درونده نیکه !د کوم  خبر  له پاره  چې ته اندیښمن  یې  او تاته د اندیښنې   نه ډک  بریښې  هغه مو  هم اوریدلې ، دا به  همغه خبر وي   چې  تیره شپه  علي پاشا او ولیعهد محمد  دواړه دخپلو لښکرو سره یو ځاې د انقرې ښار ته  ور داخل شوي دي  زه پوهیږم  چې  دا خبر دومره بد نه دې ،  بلکه ډیره ښه  خبر دې ، په تیر جنګ  همدې  علي پاشا او ولیعهد محمد  د خپلو  لښکرو سره   زور  ازمایلې دې  بیا یې  زمونږ د لښکر  محاصره ماته کړه او وتښتیدل ، دهیلس  ددریاب  څخه   تیرشول  او  غرنیو  لمنو کې  ور ننوتل ،  هغوې ته  په دې  تیښته کې  بایزید هم  بسپنه کړې ده ،خو هغه و نیول  شو او دوې  دواړه  و تښتیدل.
اوس  چې  علي پاشا او ولیعهد محمد دواړه دخپلو فوځونو سره یو ځاې  د انقرې په ښار کې خوندي  شوي دي  نو درونده نیکه !  زه  فکر کوم  چې  اوس  د هغوې دواړو نیول او  ځپول   زمونږ  له پاره  ډیر اسانه دي  ،  له تاسره دلته د کتلو  تر مخه مونږ ټول  ناست  و او په  دغه موضوع  مو بحث وکړ  او زه  هیله لرم  چې   هغه پلان  چې مونږ ټولو یوځاې تیار کړې دې  هغه  به  تا ته  هم  منظور  وي .
زما زویه  !  هغه پلان  چې تاسې  جوړ کړې دې  ماته یې ووایاست  تر څو مونږ  هغه ته  اخري  شکل  ورکړ و . تیمورلنګ  په ډیره  مینه  خپل  لمسې ته مخ کړ او  ورته  یې وویل، ما ته ووایاست  چې تاسې  څه ډول  پلان  جوړ کړې  چې هغه ته  اخري بڼه ورکول  غواړئ ؟
دادا! چې  همدا  نن  به  دنیمي شپې  نه  وروسته  زه د خپلو دوو لکو  فوځونو سره یو ځاې د  انقرې پر لور حرکت وکړم . که چیرې زه  ژر  ورسیدم  نو هملته به د انقرې  په شاوخوا کې  پړاو  وکړم ، او کله  چې د انقرې په جوماتونوکې دسهار اذانونه  پیل  شي نو بیا به زه  د یرغل  له پاره  ځان  چمتو کړم . اوپه همدې  وخت کې  به  په ښار  باندې  حمله وکړم . زه هیله لرم  چې ډیر  ژر  به دخپلو ملګرو  په کومک  د ښار په دیوالونو  باندې د رسیو اوپاتخو په  واسطه  په  ورختلو  بریالي  شم ، اوبیا به دعلي پاشا ، ولیعهد محمد او د انقرې د ښاروال  فوځونه  قتل  عام کړم ، د عامې وژنې  داسې   منظره  به  جوړه کړم  چې د انقرې  خلکو تر اوسه  پورې  نه  وې  کتلي ،
د خپلې لمسي  په دا ډول  خبرو  باندې  تیمور لنګ  ډیر زیات خوشحاله شو  او بیا یې په  ډیره مینه  خپل  لمسی ته وویل :
محمده،  زما زویه ! زه خو ستا  ددې پلان  سره  نا اتفاقي  نه کوم   مګر  دوه  خبرې درته کوم ، اول  دا  چې ځانته هلته  مه ورځه ، یا له ځانه  سره خپل ورور  الخ خان  یوسه او یا  سپه سالار نور الدین  له ځانه سره ملګري کړه .
په ځواب کې ورته ولیعهد  وویلې ، نه  دادا !  داسې  نه کوم ، نور الدین  ددې  تر مخه  په بروصې  باندې یرغل یوړ او  دهغه ځایه   بریالې  را ستون  شوې  او  خپله دنده یې تر سره کړې  ده ،او اوس  په انقرې باندې حمله  کول  یواځې  ستا د لمسي  کار دې  ، زه به هیڅکله هم  بل  څوک  له ځانه سره په دې کار کې ملګری نه کړم . اوس  خپله دویمه خبره  را ته وکړه.
 په  ځواب کې تیمور  لنګ د پخوا په  څیر  په زوره  وخندل ، او ویي ویل :  محمده  ، زما  زویه ! بله خبره  چې زه یې کول  غواړم  هغه داده  چې  ته  لمړۍ د فتحې په   جشن کې  سبا  ګډون  وکړه  او بیا ددې جشن نه وروسته په انقره  باندې یرغل وکړه ، نو په دې  تر تیب  به مونږ د  انقرې د فتحې  دویم  جشن  هم و  لمانځو .
په ځواب کې محمد  ورته  وویل : دادا!  زه ستا ددې وړاندیز سره  اتفاق  نه کوم ، اول  خو زه  هیله لرم  چې  سهار به  د انقرې د نیولو  نه وروسته  په  بله   ورځ   چې  کوم جشن  لمانځل کیږی  په   هغې کې ګډون وکړم ، خو که  چیرې دکوم   علت  په واسطه  د انقرې  د ښار په سوبې کې او  یا دهغې  په انتظام کې ماته  ستونزه  پیدا شوه  نو ته به د  فتح  په دې  جشن  کې زما غیر  حاضري  نه  حسابوې . د انقري دښار د فتحې  کوم   جشن  چې  لمانځل کیږی ،نو د هغې  جشن  قهرما ن  به  همدا ستا لمسي  وي . بس  اوس  چې  کوم پلان مونږ تیار کړېدې  تاسې  هغې  ته د اخري  بڼې  ورکولو  حکم وکړئ  . زه هیله لرم  چې  اوس  به  ته  په  هغې پلان  باندې کومه نیوکه و نه کړې .
 تیمور  لنګ  تر  یوه  وخته   پورې  دخندانه  شین و . بیا  چپ  شو او  څه فکر  یې وکړ  بیا را پورته شو او ویي ویل:
که ستا همداسې خوښه وې نو زه  له تاسره  موافق یم . ته  نن  نیمایي  شپه  وروسته دخپلو  دوو لکو  فوځونو سره د انقري  په لور  کوچ وکړه  لږ څه  احتیاط  کوه ، ته که  چیرې د سهار  د اذانونو  وروسته  پر انقرې  باندي  حمله کول  غواړې  نو  تر هغه وخته پورې  خپل  لښکر  په  خوندی  ځایو کې و ساته ، که  چیرې ته د وخت  نه مخته   هلته ور  سیږې   ، او که ته د اذانونو  په وخت کې  هم  ورسیږي  نو  داسي  یلغار وکړه  چې  ستا پر هماغه  لمړي  یلغار  سره  انقره  د پښو  و غورزیږي  او تاته  سلامي شي .
د انقري د نیولو وروسته  ته  دلته په  جشن کې  د ګډون  له پاره  بیرته  را ستون شه ، نو په دې ترتیب  به د موجودو خلکو  خوشحالۍ  دوه هومره  شي . زه  به د  فتحې په  جشن  کې په ډیره بې صبرۍ  سره  ستا انتظار   کوم ، اوس  تاسې ولاړ شئ  ، او دمحمد  د فوځ  د کوچ  تیارې   وکړئ .
ددې خبرې  سره  سم  ټول  د تیمورلنګ دخیمي   څخه ووتل .
پرلپسې لري ……