د دولت ضد مخالفينو د تخته پل د ولسي شوراء غړی ووژئ
نن سهار د 8:00 بجو پرمهال دكندهار ولايت د تخته پل ولسوالى بازار ته څيرمه يو تن د تخته ولسوالى د ولسي شوراء غړى محبوب ووژئ.
نوموړې پېښه په داسي حال كي رامنځ ته كيږي چي نوموړى كس د تخته پل ولسوالى بازار ته څيرمه د يوكاريز دكار څخه ليدنه كول چي د دوو تنو نامعلومو كسانو له لوري ووژ ل سو. پيښه د پوليسو تر جدي پلټني لاندي او په دې تور يې تر دې دمه څوك نه دي نيولي.
د کندهار د ولايت مقام د دولت ضد مخالفينو له لوري د ولسي خلګو دا ډول وژل غندي او اړوندي كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوي.
همدا رنګه نن سهار د لسو بجو پر مهال دكندهار ښار د پنځمي ناحيې په مربوطاتو كي په يو باسيكل كي د چاوديدونكو توكو د ځاى پرځاى كيدو له امله چاودنه رامنځ ته سوې چي كوم مالي او ځاني زيان يې نه دئ اړولئ .