دكندهار والي د UNDP د مرستيال سره وكتل

د لراوبر اداره | اگست 16th, 2010


دكندهار والي د ملګرو ملتونو د پرمختايې پروګرام يا UNDP د مرستيال سره وكتل

نن له غرمې مخكي دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د UNDP د مرستيال وختنګ سوانيدزى سره د خپل كار په دفتر كي وكتل.

دكندهار والي ښاغلي وختنګ ته ښه راغلاست ووايه او وويل(( موږ د ملګرو ملتونو د يوشمير ادارو او په خاص ډول د UNICEF او WFP سره ستونزي لرو اوستاسي څخه مننه كوم چي كندهار ته راغلي ياست او د خپلي ادارې (UNDP) اړوند دفترو له كارو څخه څارنه كوى.))

ښاغلي والي په كندهار كي د ملل متحد يوشمير ادارو سره د شته ستونزوه يادونه وكړه او په خاص ډول يې په كندهار كي د ملګرو ملتونو له لوري دد څلرمي امنيتي مرحلي اعلانولول د حقيقت څخه ليري وبلل.

همدارنګه محترم والي وويل په كندهار كي د ملګرو ملتونو ميشتو ادارو لخوا زموږ مجلسو ته ټيټ رتبه او بي صلاحيته اشخاص را ليږل كيږي چي دا زموږ لپاره كاملا د وخت ضياع ده .

كندهار والي د UNDP د محلي حكومتدارۍ د پياوړتيا پروګرام يا ASGP څخه نارضايتي و ښوده او وويل د دوى كارونه ډير پڅ دي د تير يو نيم كال راهيسي يي يوازني د پام وړ كار چي تر سره كړي هغه د كندها رولايت د كلنۍ چاپ دئ. والي زياته كړه زه دتعليم طرفداره يم خو لنډمهاله كورسونه او وركشاپونه، نه يوازي دا چي زموږ مشكل مو نه را حل كوي بلكه تر ګټي يي تاوان ډير دى د يوي خوا زموږ مامورين د كاره باسي د بلي خوا د پيسو ضياع ده لطفا د حكومتدارۍ په برخه كي اوږد مهاله پروګرامونه په لاره واچوى.

سربيره پر دې پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا د ښاغلي وختنګ څخه وغوښتل چي په كندهار كي د ASGP پروګرام په محلي سطحه كړي.

والي د راتلونكي ولسي جرګي د انتخاباتو په اړه وويل (( موږ په كندهار كيد ملي پوليس ، ملي اردو،ملي امنيت او ايساف ځواكو سره د ټاكنو د امنيت په هكله دوامداره جلسي لرو ترڅو د انتخاباتو پروسه په ښه ډول پر مخ ولاړه سي.

ښاغلي وختنګ خپل مجلس له كندهار والي سره ګټور وباله او دخپل سفر هدف يې په كندهار كي د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د دفترونوله كاروڅخه د نژدې څارنه وښودل او وويل(( موږ به كوښښ وكړو ترڅو په كندهار كي د ASGP يا د سيمه ايزه ادارې د پياوړتيا پروګرام په محلي سطحه كړو.ده دخپل خبرو په دوام زياته كړه :زمايوه مياشت كيږي چي په دغه بست مقرر سوى يم زه به ستاسو پيغام په كابل كي د ملګرو ملتونو د حوزوي انسجام افسر ته ورورسوم خو د يوي خبري ياونه كول غواړم كندهار يو له مهمو ولايتونو څخه دى او يو وخت د افغانستان پايتخت وو ځكه نو زما دې ولايت ته خاصه پاملرنه ده كندهار به زما دكارو په لمړيتوبونو كي وي .))

Copyright Larawbar 2007-2024