د اور لګيدنې له امله درې کورونه وسوځل

د لراوبر اداره | فبروري 10th, 2008


 


د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ جبې په سيمه کي د اورلګېدني له امله درې کوره سوځل سوي دي ، د جبې ولسوالۍ ولسوال لراوبر ته وويل چي اور د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوی دی او درې کورونه يي په پوره ډول له منځه وړي او وران کړي دي .


بله خوا له کابله د ايساف اوناټو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوه ورځي مخکي په غزني کي هم د اور لګيدني له امله دوه کورونه په پوره توګه له منځه تللي او د دريم کور ډيره برخه سوځېدلې ده ، خبرپاڼه زياتوي چي د غزني ولايت د اور وژني امريت او ايساف ځواکونو په مرسته د اور د پراخيدو مخنيوئ وسو ، د يادوني وړ ده چي د غزني اور هم د اندېښنې وړ ځاني زيان نه درلود .


 

Copyright Larawbar 2007-2024