کور / شعر / افغانه

افغانه

افغانه پاڅه تارتخي افغانستان جوړ کړه


د ننګ په توره د خوشال او احمدخان جوړ کړه 
 
نن دې افغانه افغانوالی دی د سوال لاندې


ستا موجوديت ملي شته والۍ دی سوال لاندې


ستا د بچيانو چې يووالی دی د سوال لاندې


دې ته تړون پکار دی، کلک پيوستون پکار دی
سمون پاڅون پکار دی
زمان بدل دی بدلون راوله خپل ځان جوړ کړه


د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه
وطن څلور خواته تقسيم شو د دريا او سوري


کور دغيرت همت مو نيم شو د يما او غوري


دښمن په کور کې در مقيم شو ستا دستور پټوي


پاڅه همت وکړه، د ملک خدمت وکړه
په صداقت وکړه
توره راپورته کړه له ځانه ايوب خان جوړ کړه


د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه
د ازادۍ بيرغ راپورته کړه اکبر جوړ شه


د صمد خان مړی راپورته کړه سنګر جوړ شه


د ايمل خان پټکی راپورته کړه سپين غر جوړ شه


دادې د پلار وصيت، وطن دې ننګ او پت دی
ازادي ستا شوکت دی
ستان پنجده سره يو ځای پښتونستان جوړ کړه


د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه 
 
ستا شهيدان سترګې په لار دي ازادۍ بيرغ ته


ستا يتيمان سترګې په لار دي خپلواکۍ بيرغ ته


پيغلې ځوانان سترګې په لار دي د ښادۍ بيرغ ته


دادې فرصت دی وروره، ځان د غيرت دی وروره
نوم دې اوچت دی وروره
په ورورولۍ ملي يووالي لوی افغان جوړ کړه


د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه
پښتونه ته جرګې جرګې شه ورونه ټول را ټول کړل


افغانه ته څپې څپې قومونه ټول را ټول کړل


د لوی وطن د ازادۍ ګلونه ټول را ټول کړل


په هوښيارتوب سره، زړورتوب سره
په سړيتوب سره
د خدمتګار د زړه اواز ملي ارمان جوړ کړه


د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه