طالبان : د هلمند سیند اووه امریکایان یووړل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 19th, 2010


طالبان په خپل تازه خبر کی وایی چی پرون مازیګر ۷ تنو امریکایی پوځیانو وغوښته چی لښکرګاه ته نږدې د قلعه بُست د سیمی څخه د ناوې ولسوالۍ د خرابې سیمی ته تر سیند په لامبو پوری وزی چی د اوبو په منځ کی ډوب سول . وروسته نورو امریکایانو درې پوځیان پیدا کړل خو متباقی څلور کسان یې تر دغه خبر پوری لا ورک دي او هغوی د سیمی خلکو ته د هر عسکر د پیدا کولو په بدل کی څلور زره ډالره انعام اعلان کړی دی .

خبر زیاتوی چی د خوست ولایت د صبریو ولسوالي د سروبی په وروستۍ برخه کی یو امریکایی زرهپوش ماین والوزاوه چی له امله یې څلور امریکایان ووژل سول .

Copyright Larawbar 2007-2024