ایمان الظواهری په اوباما ملنډی وهلي دي
رویټر په خپل تازه خبر کی لیکی چی د القاعده دوهم نمبر مشر ایمان الظواهری یوه نوې آډیو فیته خپره کړې او په هغه کی یې په بارک اوباما او عربی مشرانو سختی ملنډي وهلي دي . ده اوباما ته ویلی چی ته به ښه خوشاله یې چی د افغانستان کنفرانس کامیاب وبولې . الظواهری زیاته کړه چی « بیچاره اوباما کابل ته راغلی و او دا ژمنه یې کړې وه چی پرې به نږدو چی طالبان بیا واکمن سی . . . نو اې بیچاره سړیه ، آیا دا وعده کولای سې چی ستا ایله کړي لنډغر به بیرته امریکا ته ژغورنده درسی ؟ »
الظواهری د هغو عربی حکومتونو مشران چی د لویدیځ ملګري دي ، فلسطینیانو ته تر اسراییلو ډیر خطرناک وبلل او زیاته یې کړه چی : « دغه عربی صهیونیسټان چی موږ ژوند ورسره کوو او ورسره خاندو . . . تر یهودي صهیونیسټانو هم زیات خطرناک دي . »
د ایمان الظواهری دغه پیغام امریکایان ځکه ډیر وارخطا کړي چی تر اوسه د هغه په نیولو کی ناکامه سوي دي .