پر کابل د کنفرانس په شپه راکټی حمله وسوه

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 19th, 2010


امریکایی خبری شبکه « ان بی سی نیوز » په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن شپه د کابل پر هوایی ډګر په داسی حال کی څلور راکټونه ولګېدل چی خارجه وزیره میرمن کلنټن او نور خارجی مېلمانه او راغلی دیپلوماتان په خواږه خوب ویده وو . خبر وایی چی دغو چاودنو بهرني میلمانه راویښ کړل مګر هغوی ځکه وارخطا سوي نه دي چی امریکایان ، ناټو او داخلی امنیتی ځواکونه پوره چمتوینه لری .
خبر زیاتوی چی په دغو راکټی حملو کی دوه ملکی افغانان ( یو سړی او یو کوچنی ) مړه سوي خو مالی زیان نه دی اوښتی .
په پام کی ده چی نړیواله ټولنه به سبا په دغه کنفرانس کی بیا د بلیونونو ډالرو کومک ژمنه وکړی خو دا معلومه نه ده چی څومره به یې پوره کړي او آیا د هغو حساب کتاب به وغواړی که یا .

Copyright Larawbar 2007-2024