کور / تازه خبرونه / هرات : په شنډنډ کي د وسلو يوه لويه زېرمه کشف او له منځه يووړل سوه

هرات : په شنډنډ کي د وسلو يوه لويه زېرمه کشف او له منځه يووړل سوه

د شنډنډ امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې د وسلو يوه لويه زېرمه کشف او له منځه وړې ده د شنډنډ ولسوالۍ ولسوال نوموړى خبر تائيدوي او وايي چي د وسلو دا زېرمه يې تېره ورځ مازديګر کشف کړې او وروسته يې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په مټ له منځه وړې ده . نوموړي همدا ډول وويل چي د دې پيښي سره د تړاو په تور يې کوم کس نه دئ نيولى خو وايي چي پلټني رواني دي .