کور / اسلامي / أشعر أني ولدت من جديد… !

أشعر أني ولدت من جديد… !

المليونير والمحامي الأمريكي الأشهر مارك شيفر بعد أن أشهر إسلامه في المملكة أثناء رحلة سياحية : أشعر أني ولدت من جديد وأن حياتي قد بدأت !



 
مارك أمام الحرم المكي الشريف


العلا / حامد بن محمد السليمان


    أشهر المليونير الأمريكي مارك شيفر إسلامه في المملكة يوم السبت قبل الماضي بعد أن كان في زيارة سياحية للسعودية لمدة عشرة أيام والسيد مارك شيفر محامي و مليونير و شخصيه مشهورة في لوس انجلوس الامريكية كونه احد أشهر المحامين المختصين بقضايا التعويضات وكان قد كسب آخر قضية تعويض رفعت ضد المغني الأمريكي مايكل جاكسون قبل وفاته بأسبوع .


وعن قصة إسلام السيد مارك يقول الأستاذ / ضاوي بن ناصر الشريف المرشد السياحي السعودي انه ومن لحظة وصول السيد مارك للسعودية بدء يسأل عن الإسلام وعن الصلاة ويضيف الأستاذ ضاوي بقوله وجلسنا في الرياض يومين وكان مارك مهتماً بالإسلام وبعد ذلك انتقلنا إلى نجران ثم إلى أبها ثم ذهبنا إلى العلا وفي العلا ازداد اهتمامه بالإسلام وعندما خرجنا في جولة شده كثيرا منظر ثلاثة من الشباب السعوديين الذين كانوا يرافقوننا في العلا وهم يصلون في الصحراء على التراب بكل بساطة وبعد يومين في العلا ذهبنا إلى الجوف وفي الجوف طلب مني السيد مارك كتباً عن الإسلام وأحضرت له كتباً صغيرة عن الإسلام وبدأ في قراءة هذه الكتب وفي الصباح طلب مني أن اعلمه الصلاة وشرحت له كيف يصلي وكيف يتوضأ وفعلا قام وصلى بجواري وبعد ذلك اخبرني انه ارتاح كثيرا للصلاة وفي مساء الخميس عدنا إلى جدة وكان مستمراً في قراءة الكتب عن الإسلام وفي صباح الجمعة كنا في جولة في جدة القديمة وعندما حان وقت صلاة الجمعة عدنا للفندق وأخبرتهم أنني سوف اذهب للصلاة فقال لي مارك أريد أن اذهب معك وأشاهد الصلاة فقلت مرحبا وذهبت للمسجد وصليت الجمعة مع بعض المصلين خارج المسجد من شدة الزحام وكان يراقب الجميع وبعد انتهاء الصلاة شاهد المصلين وهم يسلمون على بعض والجميع مسرور وأعجبه هذا المنظر كثيرا وعندما عدنا للفندق اخبرني انه يرغب في الدخول في الإسلام فقلت له اغتسل وفعلا اغتسل ثم لقنته الشهادة ونطقها ثم صلى ركعتين وبعد ذلك اخبرني السيد مارك انه يريد أن يذهب إلى الحرم المكي الشريف في مكة المكرمة ويصلي فيه قبل مغادرته السعودية مساء السبت وبعد ذلك ذهبنا الى مكتب الدعوة والإرشاد في الحمراء وأشهر السيد مارك إسلامه في مكتب الدعوة والإرشاد فرع الحمراء وتم منحه شهادة إسلام مؤقتة ونظرا لأن باقي أفراد المجموعة الامريكية سوف يغادرون مساء السبت فقد تكفل الأستاذ محمد تركستاني بتوصيل السيد مارك إلى الحرم المكي الشريف ,


مارك والأستاذ محمد تركستان في الحرم



وعن ذهاب السيد مارك إلى الحرم المكي الشريف يقول الأستاذ محمد أمين تركستاني انه بعد الحصول على شهادة الإسلام المؤقتة ذهبت أنا والسيد مارك إلى الحرم المكي الشريف ومنذ أن شاهد الحرم المكي الشريف حتى تهلل وجهه وبدت عليه السعادة ولما دخلنا إلى الحرم وشاهد الكعبة ازدادت فرحته كثيرا وتهلل وجهه بالبشر والسرور وحقيقة والله اعجز عن وصف ذلك المشهد وبعد أن طاف السيد مارك بالكعبة الشريفة صلينا وخرجنا ولم يكن يرغب بالخروج .


ولدت من جديد


وبعد أن أشهر السيد مارك إسلامه اعرب في حديث للرياض عن سعادته وقال: لا استطيع وصف شعوري ولكني الآن ولدت من جديد في هذه الحياة والآن بدأت حياتي الجديدة .


وأضاف كنت سعيدا وفي قمة السعادة وكنت اشعر بسعادة لا استطيع وصفها لكم عندما زرت الحرم المكي الشريف والكعبة المشرفة .


وفي سؤال عن الخطوة التالية له بعد إسلامه قال سوف اقرأ المزيد عن الإسلام وأتعمق في دين الله وسوف أعود للسعودية من اجل أداء مناسك الحج .



مارك يحمل وثيقة إشهار إسلامه


وعن الدافع الذي جعله يشهر إسلامه قال لقد كانت لدي معلومات قليلة عن الإسلام وعندما زرت السعوديه وشاهدت المسلمين في السعوديةوشاهدتهم وهم يصلون شعرت برغبة قوية في معرفة المزيد عن الإسلام وما أن قرأت المعلومات الصحيحة عن الإسلام حتى تأكدت انه الدين الحق , وفي فجر يوم الأحد الماضي غادر السيد مارك مطار الملك عبدالعزيز في جده متوجهاً إلى أمريكا وقبل المغادرة كتب في ورقة البيانات في المطار في خانة الديانة مسلم .


منبع : http://www.alriyadh.com/2009/10/23/article468480.print

تبصره نسته

  1. رېښتياده چې چاپېريال اغېزه لري نو زما ټولو مسلمانانو ته دا وړانديز دى چې خپله اسلامي څېره او کړنې په خپل شکل وساتي ترڅو د ورور مارک غوندې نور خلک هم دې ته وهڅيږي چې د اسلام په دين مشرف شي . او پردي تقليدونه شاته پرېږدي .

  2. د لر او بر د وېبپاڼې څخه مننه !
    يوه مهمه نقطه چې په لومړۍ تبصره کې را څخه پاتې وه هغه داده چې ټول خلک بايد په دې وپوهيږي چې د زړه قرار او سکون د دنيا په ظاهري ډول او سينګار کې نه دى بلکه د الله پاک په دغه مبارکه وينا کې هر څهڅرګند دي چې : حبر شئ! زړونه يواځې او يواځې د الله په ذکر سره کرښتيږي.
    او د ښاغلي مارک د اسلام منل دا جوتوي چې هغه سره د مال او شهرت اودنياوي حيثيت هېڅ ډول نشتوالى نه ليدل کېږي ،نو په کار ده چې مونږ ټول په
    ماده او دهغې په ظاهري ښکلا ونه غوليږي او په خپل دين داسې کلک شي لکه اصحاپ او تابعين .
    منـــــــنه.

  3. داسلام مبارک دين داسي دين دی چي بېلګه يې بالکل نشته،دادين دی چي هرچاته يې خپل حقوق ورکړي دي.
    څوک چي غواړي زه عدل وکړم، دهرچاسره ښه سلوک وکړم هغه دي اسلامي تعليمات مطالعه کړي اوبيادې عملي کړي،انشاءالله تعالی
    داسي ژوندبه ولرلی شي چي ترې ښه ژوندشونی نه دی.

  4. پاینده څرګند

    12.08.2010 18:27

    ملګري ملتونه اوس هم فکر کوي چې که خپله سپینه جامه پر تورو اعمالو وغوړوي نړۍ او په تېره بیا، دا د ټولې نړۍ د بېرحمه سیاست په تنور کې سوځېدلي، خوټېدلي او پاخه شوي افغانان غولولی شي.

    سمدستي وروسته له دې چې ټوله نړۍ او آن د امريکې ویده او له نړیوال سیاسته بېخبره عام خلک په افغانستان کې د عام وژنې او ړندو بمباریو پر ضد غږ پورته کوي، دلته ملګري ملتونه د همدغه ناورین په اړه خپل زړه سوی څرګندوي اودمُلکي تلفاتو د ډېرېدو کچه تر ۳۱ په سلو کې ښیي. ملګري ملتونه به هرو مرو رښتیا وایي چې یوازې په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ ماشومان مړه او ۴۰۰ نور ټپیان او معیوب شوي. ډیر دردونکی دی، ددغې فاجعې لاملین څوک دي؟ نور څوک کېدلای شي ……. ملګري ملتونه هم ددې ستر جنایت ترسره کونکي پېژني.ملګري ملتونه وايي دغه وژنې ۷۶ په سلوکې طالبانو او د دولت مخالفینو تر سره کړي، هغه چا کړي چې اوس هر ډول تور پرې ولګوي – نړۍ یې مني.

    په دې کې شک نشته چې دطالبانو ظلم او په بېرحمۍ وژنې، د یوویشتمې پېړۍ په بېلګو کې راځي. په تېره بیا وروسته له دې چې طالبانو دعراقي یرغمل نېونکو په څېر د سر په پرې کولو پیل وکړ. د طالبانو په لاس د سرونو د پرې کولو فلمونو نړۍ ته ټکان ورکړی دی. د جاسوسۍ په تور طالبانو د ډېرو کورنیو بېګناه نفقه برابرونکي وژلي دي او دمُلکي خلکو په وینو یې لاسونه سره دي. د طالبانو د دغه قتال پر ضد آن ددوی په خپلو لیکو کې خلک درېږي او له داسې اوامرو سرغړونه کوي. له دغه کارونو سره ښکاره ده چې طالبان د خلکو د کرکې وړ ګرځي او څوک یې نه خوښوي.

    رښتیا ویل او دقت هغه هم په نړیوالو مسالو کې ډیر ضروری دی. دملګرو ملتونو رپوټ د ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل د طالبانو یا ددولت د مخالفینو له خوا الف – بمي چاودنې ب- بریدونه بولي. د افغانستان د اشغال په داسې حساسو او برخلیک ټاکونکو ورځو کې داسې رپوټونه ډېر ملي او نړیوال اغېز درلودلی شي، خو زه فکر نه کوم هغه اغېزه او یا غبرګون ته چې دداسې رپوټونو توصیه کونکي ورته په تمه دي،څرګند شي.

    پر طالبانو ډېر نور تورونه هرڅوک په ډېرې آسانۍ منلی شي خو دا تور د منلو وړ ځکه نه دی چې په دې کار کې سیالان یې تر دوی ډیر تکړه دي. په ډېرو ساده بېلګو کې به یې سره پرتله کړو.

    الف : دطالبانو د جګړې یو تکتیک د بمونو ښخول دی. د بمونو په ښخولو کې دوی له دښمن سره نه مخامخ کېږي او ډزې هم نه تبادله کېږي، خو کله کله همدغه د سړک د غاړې بم پر مُلکي ګاډو چاودېږي.

    یوه ورځ پر سړک ودرېږئ او د هر موټر سورلۍ وشمېرئ، تاسې به په څلورو موټرانو کې څلور ماشومان هم ونه موندلای شئ. افغان ماشومان معمولآ نه ډېر هرې خواته ځي او نه یې څوک هر ځای بیایي، په هماغو خپلو کليو او بانډوکې له یوه کوره بل کور او له یوه ګودره بل ګودر ته ځي.

    د افغان ماشومانو د راټولېدو ځای کوم دی؟ ښونځي چې اصلآ په ډېرو سیمو کې نشته، سیمه ییزې راټولېدنې یا جرګګۍ، کورنۍ میلمستیاوې،کوژدې او ودونه. د کلي په کوڅو کې به لس ماشومان هم په مخه در نشي خو د کوژدې او واده په مراسمو کې د ټول کلي په لسګونوکوچنیان را ټولېږي. که د ماشومانو ډېر وژل یوه سیالي وی، نو د کوژدې او واده له مراسمو پرته به بل ښه ځای چېرې ؤ؟ بې شکه چې ایتلافې ځواکونو دغه سیالي ګټلې ده. یوازې د شینډنډ د عزیز آباد دماشوم وژنې سیالي به طالبان له ایتلافي ځواکونو څخه په شلو چاودنو کې هم ونه شي ګټلی. په ارزګان ولایت کې د سږکال د فبروري د میاشتې ښځه او ماشوم وژنه چې ۳۳ تنو ته رسېدل، د ایتلافی ځواکونو د برلاسیو بله بېلګه ده چې طالبان یې سیالي نه شي کولی.

    ب: سربېره پر دې چې طالبان پوهېږي چې سیمې ته ګواښ پېښوي خو بیا هم له مُلکي سیمو او کلیو او بانډوڅخه پر ایتلافي ځواکونو بريد کوي. طالبان کلي او ګڼ مېشتې سیمې د پټنځای او مورچل په توګه کاروي چې دا پخپله مُلکي وژنې ته پلمه برابروي. طالبان ښایي دکلي له مورچله په استفادې هېڅ ډول تلفات ایتلافی ځواکونو ته وانه ړولی شي، خو په دې کار د سلګونو بېګناه ښځو او ماشومانو ژوند په خطر کې اچوي. طالبان په دغه کار کې ګرم او مسول دي. دوی چریکي جګړه کوي، کوم منظم پوځ نه لري، روزنه یې نه ده لیدلې، پوځي ستراتیژی نه لري، د بشري حقونو ددفاع ادعا نه کوي، ترهګر دي او د ایتلافي ځواکونو په وینا ناحقه او د افغانستان د ویجاړۍ لپاره جنګېږي. سربېره پردې ټولو، ددوی په جګړه یز تکتیک کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو شونتیا لږه ده او مستقیمآ هدف نه ګرځول کېږي.

    د نړۍ د ترټولو پرمختللو وسایلو، ټکنالوژۍ او پوځي تجهیزاتو سره د ایتلافي ځواکونو پوځي تکتیک باید پر داسې بنسټونو ولاړ وی چې له سره د مُلکي خلکو د وژنې شونتیا په کې نه وی، خو تکتیک یې زموږ د تمې برخلاف ډېرمُلکي وژونکی دی او په ساده او آسانه وسایلو تر سره کېږي. که تاسو په youtube.com کي دبریتانیوي خبریال Ross Kemp هغه مستند فلمونه وګورئ چې د له بریتانیوي پوځیانو سره په هلمند کې د جګړۍ په لومړۍ کرښه کې اخستي په آسانه ژبه تاسو ته د اوسنۍ جګړۍ تګلاره ښیي.

    دطالبانو د نفوذ او یا موقتي شتون ځایونه او کلي دهوا له لارې په نښه کېږي. پلی پوځ د ټانکونو او موټرانو په ملتیا د سیمې ترڅنډو ځان رسوي. په لاوډسپیکرونو کې سپکې سپورې او هغه څه وایي چې طالبان ډز کولو ته وهڅوي. کله چې طالبان ټکونه وکړي دوی یې ځایونه په نښه کوي. وروسته له دې چې جاج یې واخست او په اټکلیز ډول پوه شول چې ښایي د کلي په هغې څنډې کې څو کسه طالبان وي، ټوله سیمه محاصره کوي او پر هوایي ځواک غږ کوي. هماغه اټکلیزه پته ورته وایي. کله ژر او کله هم ډېر وروسته چې ښایي جګړه ماره ډله له کلي لا دمخه وتلې وي، بم غورځونکې الوتکه را رسیږي، خپل مسولیت رفع کوي او ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ کیلویي بم غورځوي او ځي. مخکې له دې چې آسمان ته پورته شوې دوړې ورکې شي ستړي، ستومانه او د دریو ورځو په خوراک او بیلابیلو توکو سمبال پوځیان خپلو قرارګاو ته ستنېږي. د طالبانو د ډزو له مخې اټکل وهي چې څومره به یې وژلي وي چې په هغه کې مُلکي شمیرو ته ځای نشته.

    ددغه ډول عملیاتو پر سبا، په داسې حال کې چې خلک دخپلواولادونو مړي د خاورو له انبارونوڅخه راباسي، ایتلافي ځواکونه دخبرپاڼې په خپرولو د ګڼ شمیر طالبانو دوژلو ادعا کوي او د مُلکي خلکو له وژلو په کلکه انکار کوي. د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو په برید کې، د تر۵۰ ډیرو کسانو وژنه یې تازه بېلګه ده چې ډیر یې ښځې اوماشومان وو.

    د الف- او -ب- له ارزولو وروسته به څوک دا ومني چې دکوچنیانو ۷۶ فیصده وژنې د طالبانو له خوا ترسره شوي. ملګري ملتونه دې د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او دا ډول بشردوستانه خو بې تعادله رپوټونه دې د حساسو شرایطوله په پام کې نیولو سره خپاره کړي. اوس افغانان د نومونو ترشا،ماهیتونه او جوړښتونه پېژني.