کور / تازه خبرونه / کابل : بهرنيانو په عملياتو کي درې تنه وژلي

کابل : بهرنيانو په عملياتو کي درې تنه وژلي

په کابل کي بهرنيو ځواکونو درې تنه وژلي . نوموړو ځواکونو دغه کسان په موسيحي ولسوالۍ کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي وژلي د موسيحي ولسوالۍ ولسوال ياده پېښه تائيدوي او وايي چي بهرنيانو بې له اجازې عمليات کړي چي په ترڅ کي يې ياد کسان چي په وينا يې بزګران دي وژلي او يو تن يې د ځانه سره بېولى دئ . خو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .