کور / تازه خبرونه / فارياب : په يوه نښته کي د درو طالبانو د وژلو ادعا وسوه

فارياب : په يوه نښته کي د درو طالبانو د وژلو ادعا وسوه

د فارياب امنيتي چارواکي وايي چي درې تنه وسلوال طالبان يې وژلي نوموړي وايي چي ياد طالبان هغه وخت ووژل سول چي کله يې د دوى پر يوه ګزمه بريد وکړ د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار محمد اسلم ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړي کسان د پوليسو له لوري په ځوابي بريد کي ووژل سول او وسلې يې و پوليسو ته په لاس ور رغلي دي .