کور / تازه خبرونه / کابل : چاودنې درې تنه ژوبل کړل

کابل : چاودنې درې تنه ژوبل کړل

په کابل ښار کي د يوې مرمۍ د چاودني له کبله درې تنه ژوبل سول . نوموړي چاودنه د يوولسمي حوزې په اړونده سيمو کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو شمېر ځوانان د لوبو د ميدان په هوارولو بوخت ول چي نوموړې مرمۍ پر وچاودېده او په پايله کي يې درې تنه ځوانان ژوبل سول . نوموړې چاودنه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي تېره شپه د حکومت مخالفينو د کابل پر ښار پنځه توغندوى وتوغولې چي د چارواکو په وينا کوم ځاني او مالي زيان يې نه درلودى .