تازه خبر : یو افغان عسکر دوه امریکایان ووژل
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن د مزارشریف په پوځی روزنیز مرکز کی یو افغان عسکر پر خپلو امریکایی روزونکو باندی ضربه وکړه چی په نتیجه کی یې دوه امریکایان ، یو بل افغان عسکر او دﺉ پخپله ووژل سول . خبر وایی چی دا تر اوسه معلومه نه ده چی دا عمل قصدی و او که اشتباهی . خبر زیاتوی چی یو دم له هری خوا ضربې شروع سوې چی په نتیجه کی نوموړي څلور کسان له منځه ولاړل او یو شمیر نور هم زخمیان سول . تیره هفته هم په هلمند کی یو افغان عسکر ( طالب حسین ) درې برتانوي پوځیان ویشتلي او وژلي وو چی هغه اوس د طالبانو سره اوسیږی .