کور / تازه خبرونه / ناټو : بې پيلوټه الوتکه مو رالوېدلې ده

ناټو : بې پيلوټه الوتکه مو رالوېدلې ده

ناټو ځواکونه وايي چي په پکتيکا ولايت کي يې يوه بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې ده نوموړو ځواکونو د الوتکي د رالوېدلو څرګند ځاى په ګوته نه کړ مګر وايي چي الوتکه يې د تخنيکي ستونزي له امله رالوېدلې ده بل لوري ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدبيا د نوموړي الوتکي د رالوېدو مسئوليت پر غاړه اخلي او وايي چي د دوى ملګرو نوموړې الوتکه را اچولې .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي په پکتيکا ولايت کي بې پيلوټه الوتکي رالوېږي چي د لوېدو سره سم يې طالبان مسئوليت پر غاړه واخلي او بهرنيان يې بيا د رالوېدلو لامل تخنيکي ستونزي په ګوته کوي .