کور / خبرتیا او پيغامونه / په ناروې کې د اصلاح ملي حرکت خبرتیا

په ناروې کې د اصلاح ملي حرکت خبرتیا

درنو هېوادوالو! څرنګه چې خبر یاست د (اصلاح ملي حرکت) د ځینو ملیګرا افغانانو په نوښت جوړ چې لومړی غونډه یې په امریکا  او بیا ورپسې دوهمه غونډه  د المان په فرانکفورت ښار کې جوړه شوه.


د دې حرکت لومړنۍ نمایندګې په ناروې کې د ډاکټر محمد صدیق فیضي په مشرۍ جوړه او د هېوادوالو په خدمت کې ده.


دا نمایندګي به ډیر ژر  د خپلو دردمنو وطنوالو په مرسته یوه غونډه جوړه چې وخت او ځای به یې وروسته د رسنیو د لارې اعلان شي.


په دغه راتلونکې غونډه کې ټول هغه هېوادوال چې د ملي دریځ خاوندان وي کولای شي برخه واخلي او موږ په خپل راتګ او برخه اخیستنې سره خوښ کړي.


په ناروې کې میشت درانه هېوادوال کولای شي د اصلاح د ملي حرکت د استازي


(ډاکټر محمد صدیق فیضي) سره د تلیفون په لاندې شمیر او هم لاندیني


بریښنا لیک په تماس کې شي.



تلیفون : 69196546


 بریښنا لیک: faizi@online.no