کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتو ژبه او د ليکوالانو مسؤليتونه (ډاکټر نبي مصداق)

پښتو ژبه او د ليکوالانو مسؤليتونه (ډاکټر نبي مصداق)


 
ډير د خوشالې ځای دی چې اوس تر هر بل پخواني وخت څخه د پښتو  ژبې لپاره ډيرو د خدمت مټې را پورته کړې دي.  يواځې په همدې تيره لسيزه کې دعوت، ټول افغان، بينوا، لر او براو ډير شمير نور ادبي، کلتوري او تاريخي ويب پاڼۍ خلاصې شويدي چه هر څوک کولای شي د نړۍ له هرۍ برخې نه خپل مضمونونه او تبصرۍ په کې نشرته ور وليږي.  په همدې تيره لسيزه کې ملي خدمت ګار، امام الدين صافي په خپل مصرف په پيښور کې د پښتو  ژبې د کتابونو د چاپيدو لپاره دفتر خلاص کړی او تر 250 کتابونو پوريي تر اوسه چاپ کړيدي.  په همدې تيره لسيزه کې ما او نورو د پښتو  ژبې مينه والو، وروسته له يو څو کنفرانسونونه په جرمني کې، هلته کلتوري ټولنه جوړه کړه او وتلی ليکوال زرين انځور باندې مو لاس کيښود چې هغۀ برسيره په زياتو  مالي کړاونو، ددې ټولنې لخوا د صافي صاحب د مرکز په اندازه کتابونه په نشر رسولي دي.  ددې تر څنګ زياتو ليکوالو په حپل مصرف په پاکستان، افغانستان او نورو ملکو کې په پښتو ژبه کتابونه نشرته سپارلي دي. په بل عبارت، په تيرو 600 کالو کې دومره په پښتو ژبه کتابونه نه وو نشر شوي لکه چې پدې تيره لسيزه کې چاپ شوي دي.


دبلې خوا هم نن په زياتو ملکو کې پښتانه په خپله ژبه جريدې او مجلې نشروي او هم په داخل د افغانستان او خارج کې په پښتو ژبه بهيرونه پيل شوي دي.


د پښتو  ژبې ددې ټول رنسانس (علمي، ادبي، او کلتوري بيا رغونې ) دليلونه سياسي او تاريخي دي.  په سياسي لحاظ په کابل کې داسې حکومت نشته چې اکثريت، او يا د هغو ژبه، ورته مهمه وي.  په ټول کال کې د طلاعات او کلتور وزارت شل جلده کتاب هم ندي نشر کړي.  د پوهنې وزارت ددې جرئت نلري چې د پښتننو لپاره په خپلو سيمو کې، په پښتو ژبه تدريسي مواد چاپ کړي او ښونځي پرانيځي.


په تاريخي لحاظ د افغانستان دواړو خواؤ ته دوې لوې ژبې پرتې دي چې فارسي او اردو دي.  دواړه د فارسيانو او مغلو په در بار کې د خپل اردو د ضرورت د رفع لپلره جوړې شوې خو ددې امپراتوريو د پيړيو په مرستې سره هغو عموميت پيدا کړ او پياوړې شوې.  پښتو چې له دواړونه زړه او اصلي  ژبه ده هيڅکله هم داسې يو قدرت يي تر شا ندی دريدلی او يواځې د پښتنو مينې او خپل ګرامري پياوړتوب ژوندې ساتلې ده.


هغه پوښتنه چې ددې پسمنظر په ارتباط غواړم وړاندې کړم دادی چې:  د پښتو  ژبې ددې  رنسانس په دوره کې زمونږ د ليکوالانو مسئوليت څه شی دی؟ نن هر ځوان چې يو کتاب ژباړي او يايي ليکي نو له خپل ځان نه داسې لغتونه جوړوي چې نه هغه عام فهمه دي او نه هم ورته ضروت شته.  کتاب يا مضمون بايد په داسې ژبه وليکل شي چې خلک ورباندې پوه شي او د کلي او اولس ژبه وي.  زه دا څلور کاته کيږي چې د پښتو لمړنې لويه (پښتو نه انګريزي ته) قاموس باندې کار کوم چې انشالله ډير ژر به ستاسو خدمت ته وړاندې شي.  زه په انګليسي کې ډير کم لغات او اصطلاحات وينم چې د پښتو معادل ونلري.  زمونږ ژبه ډيره غني ده، نامانوسو او بې ربطه لغاتو اختراع ته ډير لږ ضرورت ليدل کيږي.  بيا داسې لغات چې د هيڅ ګرامري قانون په اساس نوي طرحه شوي.  د کابل پښتو ټولنې، د عربي ژبې د( ريښې) په اصول لغتونه جوړول او وروسته له څو اونيو جر او بحثه، به په کابل مجله کې اعلانيدل.  د مثال په ډول د( پوهه) لغت چې اسم، صفت، مفرد او موئنث دی ورڅخه: پوهنه، پوهنځی، پوهنتون او علمي رتبه يي، د پوهنې وزارت او ډير نور جوړ شول چې نن يي مونږ ټول استعمالؤ.  په همدې ډول نور لغتونه او اصطلاحات چې ،  د کابل پښتو ټولنې له خوا ژبې ته ور علاوه شول.  


د ژبې بحثونه اوږده او پيچلي دي او زه نه غواړم چې ور پورې ونښلم.  زه فقط دوه وړانديزه وړاندې کوم.  لمړی، هرڅوک چې يو کتاب يا مضون ليکي بايد حتی المقدور زيار وباسي چې د پښتو رسم الخط پنځه (ی) ګانې، درې (و) ؤنه او دوه (ه) ګانې په کې مراعات کړي، لکه چې زه يي په دې مضمون کې مراعتوم.  دويم، بايد زيار وباسي چې د انترنټ له لارې او يا د پوستې له لارې داسې يو چاته، مخکې له چاپه وروليږي چې د هغه يا هغۍ د ژبې فهم ورته څرګند وي.  ځکه ليکلي مواد د نړۍ ميراث دی او تر ابده پاتې کيدای شي.


د نؤ لغتونو او اصطلاحاتو د تصحيح لپاره ډير پښتانه ليکوال په دې نظر دي چې بايد ويب پاڼۍ، خپلې يوه برخه د (لغتونو او اصطلاحاتو د تصحيح) تر عنوان لاندې خلاصه کړي چې هلته هرڅوک د خپل يا بل د مضمون يا کتاب لغتونه بحث ته وړاندې کړي.  په دي ډول به په اوسني وخت کې چه مونږ د يو مرکز د نه لرلو نه محروم يؤ، د ژبې يو مرکزيت پيدا کړو او هم به نوي لغتونه او اصطلاحات مروج وګرځي.  


زه هيله لرم چې نور ليکوالان هم زما سره هملاسه شي او په خپلو ليکنو کې د عربي يا فارسي ژبۍ ځينې توري چې د پيړيونه را په ديخوا ژبې ته را ننوتلې، (لکه چې زمونږ د ژبې لغات د هغه ژبو ته ورننوتلي)  او عام فهمه دي، دهغو په لرې کولو کې خپل وخت ضايع نکړي او نه هم په دې لاره کې هټلر،مصطفی کماال، د ايران شاه او نور کامياب شويدي. يو ځل چې د پښتو د استفادې وړ د کتابونو ذخيرې زياتې شي، لوستونکي او ليکونکي به د  وخت د مقتضياتو او خپلو سيمه ايزو لغتونو او اصطلاح ګانو په مروجولو سره ژبه پخپله د تکامل په مسير برابره کړي.